د طالبانو لپاره دوه مرګونې میاشتې / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

وروستۍ موندنې ښيي چې سږ کال او په ځانګړې ډول وروستۍ دوه میاشتې پر طالبانو د بریدونو بې سارې وې او تر ټولو زیات هوایي بریدونه شوي دي.
که څه هم طالبان نه مني او هوایي بریدونو کې مرګ ژوبله د ملکیانو یادوي، خو موندنې ښيي چې هوایي بریدونو طالبان وارخطا کړي او د دې لپاره چې خپله ماتې پټه کړي، هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې یادوونه کوي.
د امریکا د هوایي ځواک قومندانانو ویلي چې تر بل هر وخت طالبانو باندې هوایي بریدونه زیات شوي او زیات بریدونه هدفي لګیدلي چې د طالبانو مهم کسان پکې وژل شوي او مرکزونه یې له منځه تللي دي.
افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند دف بتلر ویلي، د نومبر میاشت کې ۳۹۲ او ډسمبر په درېو اوونیو کې ۱۵۰ بریدونه پر طالبانو شوي چې د طالبانو زیات مرکزونه پکې له منځه تللي دي.
دف بتلر ویلي، دا بریدونه د دې لپاره کیږي چې طالبان د سولې مخامخ خبرو ته حاضر کړي.
بتلر وایي، ((د هغه څه په اړه چې امریکا او ملګري یې انديښمن دي، چې د افغانستان د پرمختګ او بیا رغونې لپاره اړتیا ده چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې هیڅ پټنځای و نه لري، چې نوره نړۍ ترې زیانمنه شي.))
افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومنداني وایي، دوه میاشتو هوایي بریدونو کې د طالبانو ۱۰۸۹ کسان وژل شوي چې ۱۹ مهم قومندانان هم پکې شامل دي.
له دې سره یو ځای د کورنیو چارو وزارت وایي، پر طالبانو د افغان او بهرنیو ځواکونو هوایي بریدونو سل په سلو کې ښه نتیجه ورکړې او دا ډله له سختې ماتې او مرګ ژوبلې سره مخ ده.
کورنیو چارو وزارت کره شمېره نه ښيي خو وایي، د طالبانو مهم قومندانان په وروستیو څو میاشتو کې وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت مالومات ښيي چې روان میلادي کال کې پنځه سوه طالبان نیول شوي چې مهم قومندانان هم پکې شامل دي.

Share this page to Telegram

Comments