د طالبانو له زندان سرتېري وتلي

comments 0

66 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر پولیس وایي، په دې ولایت کې څلور افغان سرتیري له طالبانو په تېښته بریالي شوي دي.
راخلاص شوي څلور افغان سرتېري یوه میاشت مخکې د پکتیا په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې طالبانو نیولي وو، چې تېره ورځ يې ترې ځان ژغورلی.
د لوګر د پولیسو ویاند وايي، دغو سرتېرو ته کوم زیان نه دی اوښتی او روغ رمټ کورونو ته ستانه شوي دي.
د ازرې ولسوال هم د پېښې تایید کړې او د سرتېرو میړانه یې ستایلې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments