د طالبانو لخوا د اسلامي نظام غوښتنه، شک او تردید/سید عبدالله پاچا

comments 0

1 Views

د تېرې سه شنبې په ورځ د قطر په دوحه کې د وسله والو طالبانو او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت تر منځ د بین الافغاني خبرو د پرانېستې مراسم تر سره شول، په مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو پر وزیر مایک پمپیو سربېره ګڼو هېوادونو او سازمانونو برخه اخیستې وه او په استازیتوب یې غونډې ته حضوري او د سکایپ پر کانال ویناوې وکړي.
دوی د دې تر څنګ چې د بین الافغاني خبرو د بریالي کیدو لپاره د خپلو همکاریو ډاډ ورکړو تر څنګ یې په افغانستان کې د تېرو نولسو کالونو په لاسته راوړنو هم ټینګار درلود.
که څه هم غونډې ته د طالب ډلې د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر خبرې نرمې وې خو د اسلامي نظام غوښتنې یې کافي ډېر پوښتنې را پورته کړي دي.
سوال دا دی طالبانو چې لدې وړاندې یې یواځې د بهرنیو ځواکونو ایستل غوښتل، ولې یې د بین الافغاني مذکراتو له پیل سره سم غوښتنې زیاتې کړې او ولې دا غوښتنې د نظام د بشپړ بدلون پورې ورسیدې؟
له کله هم چې د افغان سولې پروسه پیل شوې ده پاکستان د دغه پروسې د ناکامولو په هڅه کې دی، ځکه د دوی ګټې په جګړه کې خوندي دي، خو د دې تر څنګ که پر دوی فشار وارد شوی بیا یې د سولې پروسې په برخه کې د امتیازاتو غوښتنه هم کړې ده.
پاکستان اوس وخت کې پر طالبانو فشار راوړی چې د سولې په خبرو کې باید د موجوده نظام د چوکاټ او ماهیت د تغیر غوښتنه وکړي، طالبان هم د نظام د بدلون پر غوښتنه کلک ولاړ دي او د اسلامي نظام خبره کوي.
خو اوس سوال دا دی چې کوم ډول اسلامي نظام؟ طالبان د اسلامي نړۍ د هېوادونو له موجوده نظامونو کوم نظام دلته غواړي چې تطبیق کړي او کنه دوی د اسلامي نظام لپاره جلا طرحه او برنامه لري.
دا هغه پوښتنې دي چې تر اوسه ځواب شوي ندي او د طالبانو د اسلامي نظام خبره د شک او تردید سره مخ کوي، طالبان باید په واضح ډول ووایي چې دوی د څه ډول اسلامي نظام طرفداران دي.
خو زه د دې هر څه شا ته شوم اهدف وینم، په افغانستان کې د اوسني نظام تغیر زموږ د دښمنانو او بلخصوص د پاکستان غوښتننه ده، پاکستان په ټول قوت سره غواړي چې پر طالبانو فشار راوړي او خپله دغه خبره د دوی په واسطه تطبیق کړي، د دوی پلان دا دی چې د اوسني نظام په لغوه کیدو سره د قدرت تشه را منځ ته کړي او یو وار بیا خپل تیار جوړ شوي پلانونه په پوره قوت دلته عملي او افغانان یو وار بیا د واک پر سر په شخړو کې سره واچوي.
خو طالبان باید یاد ولري چې اوسنۍ جموري نظام سره د دې چې کمې نیمګړتیاوې به ولري خو افغانستان کې د واک پر سر د شخړو د هواري لپاره همدغه جموري نظام منل شوی چوکاټ دی.
لدې اخو د نړۍ ګڼو هېوادونو کې دا مهال د جمهوريت او ډيموکراسۍ په چوکاټ کې فعاليت او ژوند کوي او ان تر دې چې د يادو ارزښتونو په پلوۍ ډېر کله غږ هم پورته کوي.
په اوسني وضعيت کې د ډيموکراسۍ تر چتر لاندې په افغانستان کې د جمهوري نظام استحکام کولی شي چې له نړۍ سره د افغانستان پيوستون کلک او پياوړی کړي.
طالبانو ته په کار ده چې د نظام د بدلون له غوښتنې تېر شي او که د اوسني نظام د لا ښه والي لپاره نظریات او طرحې لري وړاندې کړي.

Share this page to Telegram

Comments