د طالبانو لخوا دهاوان مرمۍ د توغولو له امله پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: د پکتیا ولایت اوسیدونکي، ځوانان او مدني فعالان وايي، چې په دې ورستیو کې د وسلوالو طالبانو لخوا په بریدونو کې ملکي خلک او په ځانګړي ډول ماشومان په نښه کیږي چې دا ډول کړنې نوره خلکو ته د منلو وړ نه ده.
تیره ورځ د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې هغه مهال دری ماشومان ژوبل او دوه نور ووژل شول چې د کریکټ په لوبه بوخت وو او دوسلوالو طالبانو لخوا پرې د هاوان درې مرمۍ وتوغول شوې.
یاد پنځه واړه ماشومان د څمکنیو ولسوالۍ شهرینو بازار اړوند د نرګسي کلي اوسیدونکي وو.
د پکتیا امنیې قومندانۍ ویاند سردارولي تبسم له رسنیو سره په خبرو کې یاده پیښه تائید او زیاته یې کړه چې وسلوال مخالفین تل ملکي خلک په نښه کوي .
د پکتیا ولایت اوسیدونکي د وسلوالو د اډول کړنې په کلکو ټکو غندي او زیاتوي چې د وسلوالو طالبانو د جنګ قرباني یواځي عام ولسونه دي.
د مرکز ګردیز دوو تنو اوسیدونکو اسدالله او شاکر له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې طالبان په دا ډول کړنو سره په ډاګه کوي چې د سولې روانې پروسې خبرو اترو ته درناوی نلري او غواړي چې د ملکي مرګ ژوبلې په ډیرولو سره یاده پروسه کې یو ډول امتیاز تر لاسه کړي.
دوی وايي (( د مسلمان وژنه جهاد نه ده. وسلوال طالبان د خپلو بادرانو لخوا د جنت په نوم تیر ایستل شوي دي. دوی د خپلو بادارانو د خوشحالولو لپاره دا ډول کړنې ترسره کوي.))
د پکتیا ولایت اوسیدونکي وايي د وسلوالو طالبانو له دا ډول کړنو څخه ستړي شوي یو او نور نشو زغملی چې هره ورځ د خپلو خپلوانو جنازې په اوږو پورته کړو.
دوی له یادې ډلې غوښتنه کوي چې دا ډول کړنو ته د پای ټکی کیږدي.
د یادولو وړ ده چې د تیرې دوشنبې په ورځ د طالبانو لخوا په کابل ښار کې د موټر بم برید ترسره شو چې له امله یې شاوخوا پنځوس زده کونکي ماشومان ژوبل شول.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments