د طالبانو ضمني اعتراف: زموږ جګړې افغانان نا ارامه کړي دي

comments 0

260 Views

هندوکش ــ کابل: پرون سه شنبه طالبانو پر خپلو وسله والو غږ وکړو، چې د لوی اختر په دریو ورځو کې پر افغانانو هېڅ برید ونکړي.
په دې تړاو د طالبانو له لوري په خپره شوي اعلامیه کې راغلي: “دا پرېکړه یې د دې لپاره کړې چې هېوادوال د لوی اختر ورځې په ارامه فضا کې کې تېرې کړي.”
د سیاسي او پوځي چارو شنونکی جنرال عبدالواحد طاقت د طالبانو له لوري خپرې شوې اعلامیې ته په اشارې سره وايې، دوی (طالبانو) ضمني اعتراف کړی چې د دوی روانې جګړې افغانان نا ارامه کړيدي. ښاغلی طاقت زیاتوي: “طالبانو ویلي چې دلوی اختر په دریو کې یې د اوربند پرېکړه د هېوادوالو د ارامۍ لپاره کړې ده، دا د طالبانو یو ډول اعتراف دی، چې ګویا د دوی جګړې افغانان نا ارامه کړیدي.”
ښاغلی طاقت زیاتوي چې طالبان اوس پدې پوه دي، چې روانې جګړې افغانان نا ارامه او در په در کړیدي، خو د دې ټولو سره ــ سره د افغانانو پر ضد د بهرنیو استخباراتو او په خاص ډول د ای اېس ای په خوښه جګړه او تاوتریخوالی دوام لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments