د طالبانو سرې قطعې ۳۰ وسله وال وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام وایي، شیرزادو کې د درې پاکستاني قوماندانانو په ګډون ۳۰ د سرې قطعې وسله وال طالبان ووژل شول او د ولایت په کچه د دوی مخابروي دستګاه لمنځه یوړل شوه .
ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وایي، د شیرزادو ولسوالۍ په کودیخیلو سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د وسله والو طالبانو په مرکزونو عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې د سرې قطعې د درې پاکستاني قوماندانانو په ګډون ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د خوږیاڼي په خبره په دې عملیاتو کې۱۴ نور طالبان ټپیان شويیې ټپیان دي چې د ولایت په کچه د دوی مخابروي دستګاه او دوه مرکزونه یې تخریب شوي دي .
د سرې قطعې یاد ګروپ د بدري په نوم نومول شوی وو،چې په تخریب شوو مرکزونو کې وسلې،مهمات،ماینونه،چاودیدونکې توکې،درې عرادې موټرې هم لمنځه وړل شوي دي .
د یادونې وړده،چې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې یاد ګروپ د یو جومات څخه د سنګر په توګه ګټه اخیسته،چې امنیتي ځواکونونو په ډیر مهارانه ډول سره ترې
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments