د طالبانو زور کیناست

comments 0

0 Views

سید عبدالله پاچا
وروسته له هغې چې امریکا د افغانستان په تړاو خپله تګلاره اعلان کړه ورسره سم له پاکستان او ملیشو (طالبانو) سره انديښنې پیدا شوې چې د جګړې تر فشار لاندې به راځي او هغه زور چې په څو کلونو کې یې پیدا کړی، تر و به لویږي.
همداسې وشول، پاکستان اوس د سیمې او نړۍ په هېوادونو ګرځي چې د امریکا له توپیري چلند ورته ګیله وکړي، ځکه پاکستان خپلو سیالانو او ملګرو ته په فریبانه لهجه وایي چې پاکستان هم د ترهګرۍ قرباني دی او په تېرو کلونو کې یې له ترهګرۍ سره مبارزه کړې ده.
د پاکستان اوسنۍ هڅې اوس ځکه انتن نه ورکوي چې اوس د سیمې او نړۍ په کچه د ترهګرۍ په تمویل په ځانګړي ډول د طالبانو په روزنه او مرستو بدنام شوی او په دې تړاو افغان حکومت او هند له ملګرو ملتونو او امریکا سره اسناد شریک کړي.
پر پاکستان له فشار سره سم طالبان هم له هغې غرور ولویدل چې په خپلو اعلامیو کې به یې د پرمختګونو ډوزې ویشتې، ځکه اوس امریکا ومنله چې طالب د ترهګرۍ زیږنده او تر هغې چې په افغانستان کې طالبان فعالیت کوي، ترهګري له منځه نه شي تللی.
امریکا منلې چې طالبانو جګړو په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو لپاره یو ښه بستر برابر کړی او دا ترهګرې ډلې کولای شي امریکا سیمې او نړۍ ته هر کله په ګواښ بدلې شي.
د ټرمپ د ادارې په نوې تګلاره کې ځکه له طالبانو سره په جګړه تمرکز دی چې طالبانو ته کلونه حامد کرزي د سولې لاس ور اوږد کړی، ورور یې ورته ویلي، خو طالبانو هر ځل هغه په مزدور یاد کړی او د سولې له خبرو یې تېښته کړې.
امریکا اوس باوري شوې چې له افغان ځواکونو سره د هوايي بریدونو ملاتړ یې کولای شي دا ډله له منځه یوسي او یا یې د سولې میز ته کینوي.
پر طالبانو وروستي هوايي بریدونه او ځمکني عملیات د دې لامل شول چې ځينې طالب مشران له ډلې لار جلا کړي، ځینو یې وسلې کیښودې او جګړه یې بس کړه او ځینې هغه ډلې چې په جګړه کې شخصي ګټې ګوري او یا یې شخصي دښمني په غاړه اخیستې له مجبورې ورځې جګړه کوي.
دا ډله طالبان چې اوس یې د لیوه غوږونه نیولي، نه یې خوشي کولای او نه نیولای شي، د جګړې فشار له ملکي وګړو وباسي، په ځینو سیمو کې یې واکسین، ښوونځي او روغتونونه بند کړل چې افغان ځواکونه هوایي بریدونه او ځانګړي عملیات ودروي.
طالبانو نه پخوا زور درلود چې سیمې ونیسي او پرمختګ وکړي او نه یې اوس لري، خو د دغې ډلې پروړاندې افغان دولت او نړیوالو غوڅ دریځ نه درلود چې وځپل شي او کنه؟
افغان دولت ځکه د دې ډلې پرضد کارنده ګام نه اخیست چې دا ډله یې افغانان بلل او ټینګار یې دا و چې باید د سولې له لارې دولت سره یو ځای شي او عادي ژوند وکړي، خو اوس له پېښې تېښته نشته او د دې ډلې پرضد چې له جګړې لاس نه اخلي غوڅ دریځ رامنځ ته شوی چې دا ډله یې وارخطا کړې.
طالبان هیڅکله د افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې نه دي بریالي شوي او نه به بریالي شي، طالبان اوس د امریکا له نوې تګلارې او جګړې له فشار سره موټر بمونو ته مخه کړې چې په نږدې ورځو کې څلور موټر بمونه د افغان ځواکونو له لوري ونیول شول.
طالبان په دې موټر بمونو باندې عام وژنه کوي او په دې سره غواړي چې د خپل بادار امر پرځای کړي او وښيي چې دوی د تګلارې په غبرګون کې داسې بریدونه هم کولای شي، خو تراوسه په هیڅ برید نه دي توانیدلي.


لیکنې د لیکوالانو خپل نظر دی هندوکش يي هيڅ ډول مسوليت نه اخلي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *