د طالبانو رهبري کې اصلات د مچیو ځاله پارول دي / بریالې ویاړ

comments 0

0 Views

اصلاحات یو اصل دی او ټوله نړۍ کې د تشکیل تر څنګ رهبرۍ کې اصلاحات د دې لپاره راځي چې پرمختګونه رامنځ ته شي، خو ترهګرو ډلو کې بیا د لوړپوړو کسانو خوځول اسانه نه دي.
یو لامل دا دی چې لوړپوړي او رهبري کسان بانفوذه وي او استخباراتي رازونه ورسره وي، ځکه نو هر کله ویره شته چې رازونه افشا کړي او له خپل نفوذ په ګټنې بغاوت وکړي.
بل لامل دا دی چې بانفوذه او راز داره کسان که له خپل موقف لیرې شي، مقابل لوري سره معامله کوي او د خپلو پخوانیو ملګرو مقابل کې راپورته کیږي.
تاسو د طالبانو ځینې مشران او قومندانان لیدلي چې له کلونو راهیسې په یو موقف باندې کار کوي، د دې یو لامل دا دی چې دا کسان له ځان سره خلک لري، داخلي او بهرنۍ ملاتړ لري او د طالبانو رهبري زور پرې نه رسیږي، بل لامل دا دی چې د دې کسانو خوځول د مچیو ځاله پارول دي چې ډير خرابی کولی شي.
تاسو به اوریدلي و چې د طالبانو هغه مشران چې بانفوذه دي او رازداره خلک دي، کله چې حاشیې ته شوي، بیا یې یا د طالبانو پرضد وسله اخیستې او یا یې ترې لار جلا کړې ده.
دا د دې لامل کیږي چې د طالبانو لیکو کې درز پيدا شي او په څو ډلو وویشل شي، دا د نن خبره نه ده، دا له کلونو راهیسې راروانه ده، تاسو به خبر یاست چې همدا اوس په شمال، جنوب او جنوب شرق کې لسګونه ډلې شته چې د طالبانو پرضد جګړه کوي.
تازه طالبانو د کابل لپآره تش په نوم والي بدل کړی او پر ځای یې بل ګمارلی دی، طالبانو رهبري خپل تش په نوم والي قاري بریال له دندې لیرې کړی او بې سرنوشته یې پريښی دی.
د قاري بریال پر ځای حاجي جبار اغا د کابل تش په نوم والي ټاکل شوی دی.
جبار اغا د کندهار ولایت اوسیدونکی دی چې تر دې وړاندې په خوست کې د طالبانو د ځانګړې قطعې مسوول او ویل کیږي له حقاني شبکې سره یې نږدې اړیکې درلودلې.
دا پریکړه د کویټې شورا کړې او هغه طالبان چې د قاري بریال تر لاس لاندې جنګیدل، ټول د کویټې شورا په دې پریکړه غوصه دي چې څنګه یې د دوی قومندان له دندې لیرې کړی او بې سرنوشته یې پريښی دی.
د طالبانو جنګي قومندانان، یا والیان تر ډيره اوس خپلې مستقیې اړیکې له بهرنیو استخباراتو، نشه‌يي توکو قاچاقبرو او داخلي مافیا سره جوړې کړي او له دې درکه امکانات ترلاسه کوي، د طالبانو قومندانان پوهیږي چې د دوی سرنوشت له کویټې، پېښور او اسلام اباد ټاکل کیږي، نو له همدې کبله یې ځانونه خپلواکۍ ته نږدې کړي دي.
اوس انديښنې شته که طالبان خپل تشکیل کې اصلاحاتو په نوم خلک له دندو لیرې کوي او نور کسان ګماري، دا کسان به د طالبانو لپاره سر درد وګرځي، ځکه دوی هم وسلې لري، هم کسان لري او بیروني او داخلي ملاتړي لري چې کولی شي خپل ترهګریز فعالیت ته دوام ورکړي.
هغه کسان او ډلې چې د کویټې شورا او ای ایس ای امرونو ته تابعدار وي، اوږد مهال لپاره په دنده پاتې کیږي او هغه کسان چې دا امر و نه منی، له دندو لیرې کیږي، د ای ایس ای اوس ټول تمرکز په ټولګټو پروژو دی چې مخه یې ونیسی او جوړې پروژې ویجاړې کړي.
طالبانو کې ځینې کسان شته چې له دې تګلارې سره مخالف دی او نه غواړي چې ټولګټې پروژې زیانمنې شي، خو دا چې دا امر د ای ایس ای دی نو که څوک یې پوره نه کړي، له دندې لیرې کیږي او پر ځای یې بل کس ګمارل کیږي چې د پآکستان ګټو ته وفاداره وي.
که د طالبانو قومندانان لږ درک هم لري، باید پوه شي چې سرنوشت یې له بل ځای ټاکل کیږي او هر کله چې د بهرنیو استخباراتو امر پر ځای نه کړي، له دندې به لیرې کیږي او یا به وژل کیږي.

Share this page to Telegram

Comments