د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر زوی: کوټه کې له چاودنې وروسته مې طالب مشر ملا هبت الله ندی لیدلی، د وژل کیدو شک مې په یقین بدل شوی

comments 0

1 Views

هندوکش ــــ کوېټه: په کوېټه کې د طالبانو یوې قوي سرچینې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی مولوي یعقوب له قوله وایې چې د کوېټې د کچلاک سیمې په یو جومات کې له چاودنې وروسته یې طالب مشر ملا هبت الله ندی لیدلی، او اوس یې دا شک په یقین بدل شوی چې طالب مشر ملا هبت الله به په هغه چاودنه کې وژل شوي وي، نوموړی زیاتوي چې لدې وړاندې به یې د ځینو مسائلو لپاره د ملا هبت الله سره لیده کاته کیدل، خو اوس د ده لوري د ډېرو موضوعاتو په اړه لیکل شوي پیغامونه ورځي. (مولوي هبت الله په کوټه کې څو مياشتې مخکې په شوي چاودنه کې وژل شوی دی ځکه نوموړي ما تر برید وروسته نور کله هم مولوي هبت الله نه دی لیدلی بلکه تر ډيره يي په کتبي پيغامونو بسنه کړې حال دا چې مخکې داسې نه وو او موږ به تل په ځينو مواردو مخامخ سلا مشورې کولې.»)
دغه سرچینه زیاتوي چې ملا یعقوب دا هم ویلي چې د پلا یعنې د طالبانو د پخواني مشر وژنه یوه دسیسه وه او د سولې په مذکراتو کې د ده او ملا عمر ته د نېږدې کسانو څنډې ته کول همدا معنا لري. (ملا یعقوب وایې چې اوس مې پدې پوخ باور دی چې د پلار وژنه مې هم دسيسه وه، په دوحه کې زما او يا لږ تر لږه ملاعمر ته د نېږدې کسانو نه ګډون هم دسيسه ده.)
په کوټه کې مولوي يعقوب ته دغه نيږدې سرچینې دا هم ویلي چې د مولوي هبت الله په مشرۍ حاکم ګروپ د کوټې په پشین کې د يوې سترې نظامي مدرسې مشر او د ملاعمر پخوانی دوست مولوي عبدالباقي د منځګړي په توګه ټاکلی دی څو مولوي يعقوب راضي کړي او په طالبانو کې خپل منځي اختلافات پای ته ورسوي.
سرچینه وايي:« مولوي عبدالباقي دوه اونۍ کيږي چې په سټلايټ ټاون، کچلاک، نص آباد او ځينو نورو سیمو کې له يوې مدرسې ووزي په بله ننوزي، هڅه يي داده چې يو لوري ته مولوي يعقوب راضي کړي او بل لوري ته د افغان وژنې دوام ته په مدرسو کې دوه زړي طالب جنګيالي وهڅوي.»
نوموړې سرچینه وايي:« وړمه ورځ په يوه جلسه کې مولوي عبدالباقي وويل چې طالبانو ظاهره جګړه ګټلې خو که زموږ خپل منځي ستونزې حل نشي، مولوي يعقوب قانع نشي او موږ اتفاق ونکړو نه يوازې جګړه بايلو بلکه له تبلیغاتي پلوه به هم نور خپل جنګ ته ديني صبغه ورنشو کړای، بله مهمه خبره داده چې د افغان دولت پر ضد باید زموږ پټ او ښکاره بریدونه ډير شي ځکه کفار وتونکي دي خو افغان دولت له موږسره د طرف په توګه باید کمزوری شي څو موږ وکولای شو په افغانستان کې اسلامي امارت جوړ کړو.»
سرچینه وايي چې مولوي عبدالباقي درې ځلې له مولوي يعقوب سره د لیدلو هڅې هم کړي دي خو بریالی شوی نه دی.
بلخوا د مولوي يعقوب نيږدې کسان بیا مولوي عبدالباقي د آی اس ای ګمارل شوی او د افغان وژنې مفتي بولي.
سرچینه وايي:« مولوي عبدالباقي په کوټه کې د آی اس آی له دولسم ریاست سره پټې اړيکې لري، د مدرسې ټول لګښت يي دولس رياست ورکوي، له پاکستاني کرنیلانو سره ناستې پاستې کوي اړتيا نشته چې داسې خلک د ريښتوني منځګړي په توګه ومنل شي.»
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments