د طالبانو د وژل شوي مشر اخترمحمد منصور په اړه نوی راز( په ایران کې څه تیر شول)

comments 0

23 Views

هندوکش: د طالبانو پخوانی مشر اخترمحمد منصور د ایران سره په سرحدي سیمه کې د امریکايي الوتکو په بريد کې و وژل شو.

د نوموړي په پاکستاني پاسپورت کې د ایران ویزه او ځينې نور اسناد رسنیو ته په لاس ورغلل او ډيرو رسنیو په دې اړه بیلابیلې تبصرې درلودې.

اوس اوس ځينو بهرنیو رسنیو له څو مهمو رازونو څخه پرده پورته کړې چې يو راز په دوبۍ کې د نوموړي شتون او د نيول کیدو پر مهال په يو مبهم ځای کې پټيدل وو.

په نوې کړنه کې ایران ته د نوموړي د تګ په اړه نوي اسناد رسنیو ته په واک کې ورکول شوي دي.

منصور ته يوې نيږدې سرچينې رسنیو ته ويلي دي:« اخترمحمد منصور په دې پوی وو چې په سیمه کې روانه لوبه غټيدونکې ده، ایران او روسان غواړي  چې په افغانستان کې د روان وضعيت يوه برخه وي نو ځکه خو يي هڅې پيل کړې څو طالبان د پاکستان تر څنګ يو بل ملاتړی هم ولري چې د کوټې شورا انتخاب ایران وو او ددې کار پيل اخترمحمد منصور وکړ.»

د سرچينې په خبره:« اخترمحمد منصور له ایران څخه دوه غوښتنې درلودې،يو دا چې د ځينو طالب مشرانو کورونه باید په خپله خاوره کې پټ کړي، او بل په ایران کې دوی ته د جلب او جذب مرکزونه پرانیزي، ځکه منصور داسې اټکل کړی وو چې په مذهبي برخه کې د پاکستان تر څنګ که چیرته له بیکارۍ او فقر څخه ایران ته راغلي افغان کډوال جذب کړای شي نو دوی ته به د سرباز ګيرئ لپاره ښه چانس وي، ایران بیا  دوه شرطونه لرل، يو له داعش سره د طالبانو جګړه اوبل د ایران سره په ګډو پولو او سرحدي ولايتونو کې د طالبانو له لوري د اوبو د مدیريت مخنیوی او د صفري سیمو ناامنه کول.»

سرچینه زیاتوي:« د منصور تر تګ وروسته نوموړي شوې هوکړه په کوټه کې له خپلو ملګرو سره شریکه کړه او مولوي نيک محمد هغه وخت زاهدان ته ولیږل شو چې منصور لا هلته وو او ایران رسما دوی ته دفتر پرانیست او د نیږدې پنځوس طالب مشرانو د کور او لګښتونو د ورکړې مسولیت يي واخیست، ایران دا ژمنه هم وکړه چې طالبانو ته به چاوديدونکي توکي او مالي مرستې هم ورکوي او طالبانو هم د ایران شرطونه ومنل او له داعش سره د جګړې پيل طالبانو له ننګرهار څخه وکړ.»

د دوی په خبره اوس طالبان په زاهدان او مشهد کې دوه دفترونه لري چې د یوه په راس کې يي مولوي نيک محمد او د بل په راس کې يي صدر ابراهیم دی.

ویل کيږي په فراه او نيمروز کې د طالبانو وروستي خوځښتونه د ایران په مالي او تسلیحاتي ملاتړ پيل شوي دي او هره شيبه ایران هڅه کوي چې په دې سیمو کې د طالبانو د شتون له ډيريدو سره سم خپلې پولې له داعشي وسله والو تشې کړي، خو بل لوري ته يي په ډير مهارت داعشيانو ته هم زمينه برابره کړې څو د ایران پلازمېنې تهران ته تر راتګ وروسته افغانستان ته ولاړ شي خو شرط به يي دا وی چې په فراه، او هرات کې به نه پاتې کيږي بلکه ننګرهار او شمال ته به ځي.

بل لوري ته په فراه او نيمروز کې هم ځايي مسولین وايي چې طالبان تر هر بريد وروسته په صفري سيمو کې تر فشار وروسته په ازادانه ډول ایران ته تښتي، ایراني سلاکاران ورسره وي او په څو ځايونو کې له دوی څخه ایرانۍ وسلې او خوراکي توکي هم پاتې شوي دي.

په لويديځ افغانستان کې د کمال خان بند او سلما بند د جوړيدو پر وړاندې ایران جدي ستونزې جوړې کړي دي چې سلما بند له ستونزو سره سره بشپړ شو خو د کمال خان بند پر وړاندې لا هم ځينې ستونزې سته دي.

شنونکي په دې نظر دي چې ایران د يو مکار او شریر ګاونډي په توګه په دریو برخو  کې افغان وژنه کوي:« د طالبانو پر مټ افغان وژنه، د داعش پر مټ افغان وژنه، د سياستوالو د خبرو څخه وروسته د داعش او طالبانو له لوري د شیعه اقلیت د وژنې په لړ کې مذهبی او نژادي عقدو ته زمينه سازي.»

ځينې شنونکي وايي چې ایران په افغانستان کې د ملاتړ او خیریه کارونو په پلمه لسګونو استخباراتي مراکز فعال کړي دي چې يو شمېر يي د افغانستان ځينې سياستوال او د ملي شورا غړي رهبري کوي او ځينې نور يي نيغ په نيغه له ایران څخه حمايه کيږی.

 

Share this page to Telegram

Comments