د طالبانو د وژلو ویډیو ملي امنیت خپره کړه

comments 0

5 Views

هندوکش – کابل: ملي امنیت فراه کې د طالبانو پر مرکزونو د بریدونو ویډیو خپره کړه.
له ملي امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات د فراه په فراه رود ولسوالۍ کې شوي دي.
ملي امنیت وايي، د وسله والو طالبانو سل کسیز ګروپ غوښتل فراه کې د لوی برید پلان جوړ کړي، چې د مشورې په مهال د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تر بریدونو لاندې راغلي دي.
بریدونو کې د لونګ په نوم د طالبانو د یو قوماندان په ګډون ۱۵ طالبان وژل شوي او د دې ډلې د وسلو یوه ستره زېرمه د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments