د طالبانو د وحشت خپرولو بله پروژه/ نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

طالبان چې په افغانستان کې یې د هر ډول ترهګرۍ ته لار هواره کړې، د دوی له فعالیت سره یو ځای شاوخوا شل ترهګرې ډلې افغانستان کې فعالیت کوي او افغانان په یو او بل نوم باندې وژني.
که ځینې بریدونه په رښتیا هم طالبان نه کوي، طالبان یې لامل دي، ځکه همدا ډله چې نه وي افغان خواکونه هرې سیمې ته رسیدګي کوي او هیڅ بهرنۍ او کورنۍ ترهګر ترې ژوند نه شي کولی.
خو دا چې طالبانو تر خپلو وزرونو لاندې نور ترهګرې ډلې پټې ساتلي، د وحشت په وروستی اووج کې دی.
د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ برید
تاسو د جمعې په مبارکه ورځ ولیدل چې یو ځانمرګي د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالۍ جودرې سیمي ابوبکر صدیق جامع جومات کې لمونځ کوونکي په نښه کړل.
ځانمرګی داسې مهال وشو چې د جمعې د لمانځه یو رکعت شوی و، او خلک بل رکعت لپاره راپورته کیدل چې ځانمرګي خپلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې.
په دې برید کې ۴۲ لمونځ کوونکي شهیدان او ۳۴ نور ټپيآن دي.
د ځینې نارسمي سرچینو د مالوماتو له مخې د ټپيان شمېر سل تنه دی او تر ناوخته د ځینو کسانو مړي تر خاورو لاندې و.
دا جومات له خټو جوړ و او له چاودنې سره یو ځای یې چت پریوتی چې زیاته مرګ ژوبله پکې اووښتې.
که طالبانو او نورو ترهګرو ډلو کې لږ انسانیت او لږ اسلامیت وي، هیڅکله دا ډول بریدونه نه کوي، د اسلام ترنامه لاندې جګړه کوه او بیا د خدای کور چې د امن کور په نوم یادیږي خانمرګی برید کوه.
ایا د اسلام په کوم ځای کې راغلي چې جوماتونو کې دې ځانمرګی وشي، ایا دا اسلامیت دی، ایا دا انسانیت دی، طالبان او نورې ترهګرې ډلې هیڅ نه اسلام باندې عقیده لري او نه په انسانیت باندې، دا ډلې د بهرنیو استخباراتو په دستور هر هغه کار کوي چې هغوی یې امر ورته وکړي.
د هسکه مېنه جودرې سیمه کې هره کورنۍ په ویر ده، هرې کورنۍ ته یو، دوه او درې جنازې ورننوتي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان او نورې ترهګرې دلې په جوماتونو باندې بریدونه کوي، تاسو ولیدل چې شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو باندې د طالبانو برید څومره د ملي اردو سرتېري شهیدان کړل.
د دې برید مسوولیت طالبانو منلی و، ملي اردو سرتېري د جمعې په لمانځه و چې طالبان قول اردو ته دننه شول او بې وسلې سرتېري چې جومات ته تللي و، شهیدان یې کړل.
طالبانو که څه هم دا برید غندلی، خو د دې ډول نورو بریدونو مسوولیت یې منلی دی.
که طالبان د دې ډول بریدونو مسوولیت نه مني، نو بیا ولې له دې ډلې سره سوله وشي، سوله د جګړې د پای لپاره ده، او که له سولې وروسته د طالبانو تر سیورې لاندې نورې ترهګرې ډلې وي، چې دا ډول بریدونه کوي، نو بیا سوله د څه لپاره.
افغان ځواکونه به د طالبانو تر څنګ نورې ترهګرې ډلې له منځه وړي او دا ورځ نږدې ده، انشاءلله، تاسو یواخې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړئ.

Share this page to Telegram

Comments