د طالبانو د ماین جوړولو فابریکه په نښه شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیا: پکتیا کې بهرنیو ځواکونو د وسله والو د ماین جوړولو پر یوې فابریکې هوايي برید کړی.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وایي، برید تیره شپه د زرمت ولسوالۍ مموزیو سیمه کې پر هغه کور شوی چې طالبانو ترې د ماین جوړولو د کار خانې په توګه کار اخیست.
د والي ویاند سردار ولي تبسم وايي، برید کې د ماین جوړولو کار خانه په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.
د تبسم په خبره د طالبانو دوه ماین جوړوونکي هم وژل شوي او د هغوی ګڼ شمیر چاودیدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments