د طالبانو د ماینونو کرکیله؛ کندهار کې د طالبانو ۳۸ اېښودل شوی ماینونو خنثی شوی دی

comments 0

197 Views

هندوکش ــ کابل: ملی دفاع وزارت وزارت وایی د کندهار پر شاه ولی کوټ ولسوالۍ پر لار یې ۳۸ ماینونه خنثی کړی دی.
د مقاومت خبری اژانس د راپور له مخې؛ د ملی دفاع وزارت نن دوشنبې د وږی ۲۵مه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی چئ د ملی پوځ سرتېرو د کندهار ولایت شاولیکوټ ولسوالۍ ۱۸ نمبر لویې لارې په اوږدو کې د سربند له سیمې د شهید سلیمان کمپ پورې ۳۸ هغه بېلابېل ماینونه کشف او شنډ کړی، چې طالبانو د ملکیانو د مرګژوبلې په موخه ځاى پرځاى کړی وو.
یاد وزارت ویلی طالبان ډېرى وخت په چاودنو سره ملکیانو ته مرګژوبله اړوی، د هېواد بېخ بېناوې مو زیانمنوی او همداراز وحشت خپروی.
دا پداسې حال کې ده، زښته زیات وختونه عام وګړی د سړک د غاړې ماینونو ښکار کېږی.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments