د طالبانو د ماتې لپاره منظم او مکمل پلانونه شته

comments 0

6 Views

هندوکش: د امريکا د پوځ لوی درستيز جوزف ډانفورد ويلي دي چې د طالبانو ماتول حتمي شوي دي.

نوموړي زياته کړې چې دوی ددې ډلې د ماتې لپاره منظم پلانونه لري.

نوموړی وايي:« دا په تیرو پنځو کلونو کې لومړنی فصل دی چې امریکا د افغان سرتیرو پر پياوړتيا ډير زيات کار کوي او د طالبانو د ماتې راز په دې کې دی چې باید افغان ځواکونه پياوړي ش.ي»

ډانفورد زياتوي:« که طالبان د سولې خبرو ته غاړه کي نه ږدي د جګړې په ډګر کې پر ماتې يي منظم کار روان دی.»

نوموړی زياتوي چې د افغان ځواکونو تخنيکي ستونزې، د همغږي نشتون او د استخباراتي اطلاعاتو د شریکولو په برخه کې مشکلات به ډير ژر حل شي.

هغه وايي چې د افغان هوايي ځواکونو پياوړتيا وښودله چې طالبان په منډه دي او په هيڅ ځای کې پټيدای نشي.

ډانفورد زياتوي چې په افغان جګړه کې له تیرو تجربو ګټه اخلي او د دوی ټول تمرکز د افغان ځواکونو پر پياوړتيا ده.

دا امریکايي په داسې حال کې يادې خبرې کوي چې اوس اوس افغان هوايي ځواکونه په خپلواک ډول د هیواد په ګوټ ګوټ کې موخه ایزې الوتنې لري او په ډيرو ولايتونو کې طالبانو ته حتی د آزادو ګرځيدو موکه هم نه ورکوي.

بلخوا پوځي شنونکي هم وايي چې هوايي ځواکونه د جګړې لوری بدلولی شي او هم ځمکنيو ځواکونو ته قوت ورکوي څو دوی په شدت مخکې ولاړ شي او د ګواښ په شتون کې به دښمن د ځمکې او هوا له لارې په نښه شي.

Share this page to Telegram

Comments