د طالبانو د قطر دفتر: انس حقاني قطر ته رسیدلی

comments 0

4 Views

هندوکش ــ قطر: وسلوال طالبان وايي، انس حقاني او د دې ډلې دوه نور مشران کابل کې له بند خوشي او قطر ته رسېدلي دي.
د دوشنبې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د انس حقاني او دوو نورو طالب بندیانو د خوشي کولو پرېکړه یې کړې ده.
له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو ته لار جوړول او د طالبانو له بند د دوو بهرنیو وګړو ازادول د دې پرېکړې دلیل بلل کېږي.
طالبانو کابل کې پر افغان-امریکايي پوهنتون برید سره دوه استادان له ځان سره بوتلل چې یو امریکایی او بل اسټرالیایی دی.
یو تعداد سیاسون د انس حقاني د خوشی کیدو په اړه غبرکون ښودلی او ویلي دي چي انس حقاني د افغانانو قاتل دی نه باید خوشی شوی وی.
بیا په کابل کې د امریکا سفارت د انس حقاني د خوشي کولو په هکله د افغان حکومت پرېکړه مېړانه بللې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو بل ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی ته تر اوسه خوشي شوي بندیان نه دي رسیدلي، مجاهد ویلي تر هغه به د افغانستان-امریکايي پوهنتون دوه تښتول شوي استادان خوشې نه‌کړي چې انس حقاني او دوه یوه خوندي ځای ته انتقال شوي نه‌وي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments