د طالبانو د عشر او زکات مسوول ونیول شو

comments 0

0 Views

هندوکش_ لوګر: لوګر کې د پولیسو ځانګړو ځواکونو د طالبانو د عشر او ذکات ټولولو او جلب او جذب مسئول نیولی دی.

د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو تیره شپه د لوګر محمد اغې ولسوالۍ کې د عملیات پر مهال د طالبانو د عشر او زکات ټولولو او جلب او جذب مسئول عباد الله نیولی دی.

شاپور احمدزی زیاتوي چې عباد الله د دې تر څنګ چې د طالبانو د عشر ذکات ټولولو او جلب او جذب مسئول و د ملکي خلکو په ځورونه کې یې هم لاس درلود.

عبادالله به د عشر او زکات په نوم د خلکو باج اخیست او بیا یې د طالبانو د مشرانو کورونو ته پيسې لیږلې.

طالبان په ډيرو ولایتونو کې د له خلکو د عشر او زکات په نوم پيسې او باج ټولوي.

عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments