د طالبانو د جګړو له امله سل زره کسان بې ځایه شوي

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: راپورونه وايي، په تېرو پنځو میاشتو کې له سلو زرو زیات خلک بې ځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې جګړو په تېرو پنځو میاشتو کې یو سل او اته زره کسان بې ځایه کړي چې ډېری یې په غزني او بغلان ولایتونو کې دي.
د راپور له مخې نږدې لس زره کسان د فراه وروستۍ جګړې له امله بې ځایه شوي دي.
دا خلک وروسته له هغې بې ځایه شول چې طالبانو د خندق په نوم عملیات له کلیو پيل کړل او خلک یې په سیمو کې په تنګ کړل.
طالبان چې له کلیو پر افغان ځواکونو بریدونه کوي، خلک د جګړې له ویرې بې ځایه شوي دي.
په داسې حال کې چې په تېر ۲۰۱۷ م کال کې نږدې څلور سوه او پنځوس زره کسان بې ځایه شوي وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments