د طالبانو د احتمالي بریدونو مخنیوي لپاره میدان وردګو کې تازه دمي کومانډو ځواکونه ځای پر ځای شوي

comments 0

238 Views

هندوکش ـ کابل: د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار او ولسوالیو کې د وسلوالو طالبانو د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره تازه دمه کمانډو ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
دفاع وزارت د جمعه سپټمبر۲۵(تلې ۴مه) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د یادو تازه دمه ځواکونو ځای پر ځای کېدو سره به په دغه ولایت کې امنیتي کمربندونه نور هم پیاوړي شي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د دغه امنیتي تدابېرو په لړ کې په میدان وردګ کې نوي امنیتي پوستې او بیزونه جوړ شوي او د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې ده.
وړمه ورځ د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز، د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي او په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان سکاټ میلر کندهار ته د سفر پر مهال هم دا خبره وکړه.
لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیاء ویلي، چې وسلوالو طالبانو د سړک غاړې ماین چاودنو په شمول بریدونو ته زور ورکړی دی.
نوموي زیاته کړې وه: “طالبان د روانو مذاکراتو څخه ناوړه استفاده کوي او د سړک غاړي او پرسونل ضد ماینونو په شمول یې خپلو حملو ته شدت ورکړي.”
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست لوی پاسوال مسعود اندرابي هم ویلي وو: “زموږ قوتونه په دفاعي حالت کي قرار لري ولي طالبانو د تل په څیر خپلو ترهګریزو حملو ته دوام ورکړي او ډیرې کړي یې دي، خو د هیواد سرښنده سرتیرو ورته په هر میدان کي غاښ ماتوونکي جواب ویلي او دښمن یې هدف ته تر رسیدو مخکي له منځه وړي.”
افغان امنیتي چارواکي او د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان پر داسې مهال د طالبانو لخوا د بریدنو زیاتېدو خبر ورکوي چې په دوحه کې شااوخوا ۱۳ ورځې مخکې د «افغانستان د سولې مذاکرات» پيل شول.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په دې وروستیو کې ویلي چې د سولې خبرو له پیلېدو سره تاوتریخوالی زیات شوی چې د اندېښنې وړ دی.
بلخوا ولسمشر محمد اشرف غني هم وړمه شپه د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي مجمع ۷۵یمې ناستې ته انلاین وینا کې ویلي چې د افغانستان د خلکو لومړیتوب د تاوتریخوالي کمېدل او اوربند دی.
تازه دمه افغان کومانډو ځواکونه پر داسې مهال په میدان وردګ ولایت کې ځای پر ځای کیږي چې په دې وروستیو کې د سولې خبرو له پیلېدو سره هممهاله وسلوالو طالبانو بریدونه زیات کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments