د طالبانو دوه نومول شوي ولسوالان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ملي امنیت په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د نږدې شپيته تنه وسله والو د وژلو خبر ورکړی.
د ملي امنیت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په وژل شویو کې د طالبانو دوه نومول شوي ولسوالان هم شامل دي.
خبرپاڼه لیکي چې په عملیاتو کې دوه دیرش تنه وژل شوي او پنځه ویشت نور ټپيان دي.
دا عملیات په غزني، لوګر، میدان وردګ، زابل، کونړ، کندز او فاریاب ولایتونو کې شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments