د طالبانو خپلمنځي پاشل کیدل پيل شوي / سید عبدالله پاچا

comments 0

1 Views

تازه د جنوبي حوزې طالبانو د سیاسي طالبانو په دریځ او پالیسو باندې نیوکه کړې چې له امریکا سره تر هوکړې وروسته جنګي طالبان د افغانانو وژل کیدو ته هڅوي او له دې درکه د طالبانو سیاسي ډله امتیازات اخلي او خپل ژوند یې پرې جوړ کړی دی.
د جنوبي حوزې طالبانو یو مستنده ویډیو په خواله رسنیو کې خپره کړې او له ډیرو رازونو یې پرده پورته کړې ده.
دې طالبانو سیاسي طالبان تورن کړي چې له امریکا سره یې معامله وکړه او له معاملې وړاندې یې له هغوی سره اوربند کړی و، پر هغوی یې هر ډول برید کول منع ګرځولي، خو پر افغانانو د بریدونو لپاره هره ورځ نوې نوې اوامر صادروي.
په خپره شوې ویډیو کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشرانو د مفشن ژوند یادوونه شوې چې مشران او کورنۍ یې په بهرنیو هېوادونو کې ارام ژوند لري، خو جنګي طالبان او نور افغانان یې د جګړې په اور کې وسوځول.
د طالبانو له اهدافو ورو ـ ورو جنګي طالبان هم خبریږي، ځکه سیاسي ډله د نورو هېوادونو نماینده ګي کوي او هیڅکله د افغانستان ګټو او د افغانانو غوښتنې په نظر کې نه نیسي او یواځې هغه کار کوي چې خپل باداران یې ورته ووايي.
د جنوبي حوزې طالبانو په مستند کې دا هم شته چې د طالبانو کلونه جګړه د اشغال پرضد د جهاد تر نامه لاندې وه، خو اوس چې بهرني ځواکونو منلې چې له افغانستان څخه وځي، نو د جګړې لپاره نورې پلمې پيدا کوي.
په دې مستند کې غیرې مستقیم خبرداری ورکړل شوی چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، یانې اوربند و نه شي او د سولې خبرې بریالی نه شي، نو د طالبانو له تحریک به ډيرې ډلې جلا، خپله وسله به کیږدي او یا به د همدې باغي ډلې پرضد جګړه وکړي.
دا لومړی ډله نه ده چې خپلو سیاسي مشرانو باندې بې باوره شي، تر دې وړاندې په جنوب ختیځه حوزه کې هم طالبانو خپلمنځي ناسته کړې او سیاسي مشران یې معامله ګر بللي چې د افغانستان او افغانانو کیسه کې نه دي او خپلې ګټې یې مخ ته کړي دي.
دا شکاره خبره ده چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د یو افغان د وژل کیدو لپاره پلمه نه ده پاتې، هسې هم پخوا د افغانانو وژل کیدو لپاره کومه فتوا نه وه، خو طالبانو له جي ایچ کیو فتوا اخیستلې او افغانان یې پرې وژل.
اوس دا خبره بیخي ډاګیزه شوې چې پر امریکايي ځواکونو بریدونه ناروا، خو د افغان ځواکونو او ملکي افغانانو وژل کیدل جایزه کار بولي.
د طالبانو هغه ډلې چې لا هم په جهالت کې دي، لږ تر لږه یو دیني عالم ته دې کیني او مالومه دې کړي چې د افغان وژل په کوم دلیل روا دي چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشران یې جنګی طالبانو ته امر کوي.
د هیڅ افغان قتل روا نه دی، دا جنګي جنایت دی چې هم به یې په دې دنیا ځواب ورکړي او هم به یې هغه دنیا کې حساب ورکړي.
اوس هم وخت دی چې طالب وسله وال ځان، کورنۍ، ټولنه او وطن وپېژني او له دې بدرنګې او پردۍ جګړې لاس واخلي چې ګټه یې نور وړي، خو قرباني یې افغانان دي.

Share this page to Telegram

Comments