د طالبانو خپلمنځي خفګان پيدا شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: راپورونه وایي، د طالبانو ډیری مشران پاکستان ته د دوی د پلاوي په ورتګ خفه دي، خو طالبان وایي، سختو حالاتو مجبور کړي.
اسلام اباد کې پخواني طالب سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف د طالبانو مرکچي پلاوي ته په اشارې پر ټوېټر لیکلي، زما خو له تاسې دا تمه نه وه.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې د طالبانو پلاوی به د دوشنبې په ورځ د پاکستان په بلنه اسلام اباد کې د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان سره وګوري.
د طالبانو مالي ‌چارو مسوول ملا ګل اغا اخوند، په قطر دفتر کې ملا فاضل اخوند، ملا خیرالله خیرخوا او همدا راز پر کور ناستو طالبانو کې لویه برخه د دغې پرېکړې مخالفت کوي.
خو ملا امیر خان متقي ځینو طالب مشرانو ته ویلي، دوی د سختو مجبورو حالاتو په رڼا کې دا پرېکړه کړې ده.
ویل کېږي ملا عبدالغني برادر، له تیرو څلور ورځو راهیسې د پآکستان په کنترول کې دی او اوس طالبان مجبور دي چې پاکستان کې له امریکا سره خبرې وکړي او له عمران خان سره وګوري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments