د طالبانو خبرداري او د افغان ځواکونو ډاډ / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

طالبانو تازه مسکو کې خبرداری ورکړی، که څوک ورسره د دوی په خوښه سوله و نه کړي، سل کاله هم چمتو دي چې جګړه وکړي، خو د طالبانو سیاسي ډله دې له جنګي ډلې پوښتنه وکړي چې هره ورځ څومره طالبان وژل کیږي او څومره تښتي.
طالبانو چې امریکا سره نږدې یو کال خبرې وکړې او په دې خبرو کې یې افغان حکومت حاشیې ته کړی و، ۹۰مه دقیقه کې دا خبرې لغوه شوې او که بیا پيل کیږي، بیا به هر څه له سره وي.
طالبان داسې انګیرله چې ګنې له امریکا سره تر خبرو وروسته به امریکا له افغانستان وځي او یو ځل بیا به د دوی امارت رامنځ ته کیږي، خو کله چې دا موضوع رسوا شوه هر څه ګډوډ شول.
افغان حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني له لومړۍ ورځې له دې اندیښنه درلوده چې د افغانستان په سرنوشت باندې قطر کې تصمیم و نه نیول شي، دا اندیښنه یې له خلکو سره هم شریکه کړې وه او له امریکایي لوري سره هم.
امریکا په دې خبرو سره طالبانو ته یو سټیج ورکړ، طالبان هم له دې خبرو سره هوا کې و او بیا یې د امارت خوبونه لیدل، خو ټرمپ دا هر څه په یو ټویټ باندې خلاص کړل او داسې پریکړه یې وکړه چې طالبانو یې فکر هم نه و کړی.
د امریکا د ولسمشر له دې پریکړې وروسته طالبانو خبرداری ورکړ چې دوی به جګړې ته شدت ورکړي او مسوولیت به یې د امریکا په غاړه وي، د طالبانو دا عجیب منطق دی چې د امریکا زور له خپلو افغانانو وباسي.
طالبان د اشغال په نوم جګړه کوي او بیا د دې په غچ کې خپل افغانان او ملکي وګړي په نښه کوي، تاسو یو داسې برید په یاد کړی چې طالبانو کړی وي او بهرنیان یې پکې وژلی وي، که یې وژلي وي، یو یا دوه به یې وژلي وي، خو ورسره به یې لسګونه افغانان هم قرباني کړي وي.
طالبان او ملګري یې په دې پوهیږي چې لومړی خو بهرنیان زیات نه ګرځيږي او بل که ګرځیږي هم په ضد مرمي موټرو کې ګرځي چې داسې وړوکی بم پرې اغیز هم نه لري او د هر بم تر شا لسګونه افغان کورنۍ د ویر په ټغر کیني.
طالبانو امریکا ته د جګړې خبرداری ورکوي چې سل کاله نور هم چمتو دي چې جګړه وکړي، خو لکه طالبان چې د افغان ځواکونو له وړتیا او ظرفیت نه وي، خبر، د هرې جګړې شاته لسګونه طالبانو جسدونه پاتې کیږي چې بیا یې خلک په ټولولو نه پوهیږي.
که د طالبانو د سیاسي دفتر اولادونه او یا خپلوان د جګړې په لومړۍ کرښه کې وای، بیا د جګړې زور ور مالومیده، خو دا چې پردي اولادونه د جګړې په ډګر کې کاذبو تبلیغاتو باندې جنګوي، ځکه د جګړې د دوام خبرداري ورکوي.
د طالبانو رهبري په خوندي او عصري هوټلونو کې ژوند کوي، د جګړې له درکه امتیازات اخلي، نو ځکه د جګړې د دوام خبرداری ورکړي، اوس ټول په دې پوهیږي چې د طالبانو جګړه له افغانانو سره ده نو بیا څنګه له افغان لوري سره خبرې نه کوي.
خو ښکاره خبره ده چې طالبان د سولې لپاره نه بلکې د جګړې لپآره پلمې ګوري او د سولې لپاره یواځې د بهرنیانو حضور پلمه کوي.
طالبان د افغانانو لپاره سرطان دانه پيدا شوې او تر څو چې د دې دانې اساسي علاج و نه شي، افغانان او افغانستان به په تدریجي ډول له زوال سره مخ کیږي.
خو په افغان ځواکونو باور لرو چې د دې سرطان اساسي علاج به کوي او افغانان به نور له دې پردیو مزدورانو څخه خلاصوي.

Share this page to Telegram

Comments