د طالبانو جګړې له امله افغانستان کې د بېځایه شویو کډوالو وضعیت د جدي ګواښ سره مخ دی

comments 0

1 Views

هندوکش ـ کابل: د کډوالو نړیوال سازمان وايي، افغانستان کې د بېځایه شوو او کډوالو وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی.
د یاد سازمان مشر فیلپو ګراندې په یوه رسمي سفر کې د افغانستان له څو ولایتونو لیدنه کړې او ویلي يې دي په دغه هېواد کې روانې خونړۍ جګړې انساني ژوند ته خطرونه جوړ کړي چې له امله یې د بېځایه شوو شمېر ډېر شوی دی.
نوموړي دې هېواد کې د کډوالو دې بد وضیعت ته اندېښنه ښوولې ده او د جګړې له ښکلیو اړخو یې غوښتي څو د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي.
د کډوالو نړیوال سازمان مشر فیلپو ګراندې همدا راز وايي، په افغانستان کې د میلیونونه وګړو ژوند د سولې له پروسې او د نړیوالو له مرستو سره تړلی دی او زیاتوي چې د جینوا کنفرانس مرستندویه هېوادونه دی له افغانستان سره دې خپلې مرستې ډېرې کړي څو دې هېواد کې د بحران مخنیوی وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په اړه نن په جینوا کې د مرستو د جلب په موخه نړیوال کنفرانس پیلېږي او افغان حکومت تمه لري چې وکړی شي په دې کنفرانس کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د مرستندویه هېوادونو مالي ملاتړ خپل کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments