د طالبانو جګړه کې ملکي وګړي شهیدان شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – زابل: د زابل چارواکي وايي، په شاه جوی ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړه کې دوه ښځې شهیدانې شوي او یو پولیس، یوه ښځه او څلور ماشومان ټپيان دي.
د شاجوی ولسوال وزیر محمد جوادي وايي، پېښه تېره ورځ ناوخته شوې چې کله چې طالبانو د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.
د جوادي د مالوماتو په اساس، د طالبانو د درنو وسلو یوه مرمۍ په یو کور لګیدلې چې یاده مرګ ژوبله یې اړولې.
ولسوال وایي، طالبان په هر ځای جګړه کې د ملکي خلکو له کورونو ډزې کوي او له ملکي خلکو د سپر کار اخلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *