د طالبانو جګړه د چا پر ضد ده؟

comments 0

0 Views

لیکوال : بریالې ویاړ

د طالبانو مشران د قطر په دوحه کې له امريکايانو سره په لوکسو ماڼيو کې ناست دي. د نړۍ تر ټولو ښه خواړه ورته رسېږي. لوکس موټرونه يې په خدمت کې دي. له امريکايانو سره ښې ګپې او خنداوې کوي. پر يوه مېز ډوډۍ خوري. يو ځای کښېني. په ښه درناوي يو له بل سره د قدرت پر سر بحثونه کوي. د ملا عباس ستانګزي په شمول چې دلته يې زموږ پوځ منحلاوه، د طالبانو مشران له امريکايانو سره پر داسې غورو او مجلسونو ور سر شوي، لکه دوۍ چې کلونه کلونه يو له بل سره ملګرتوب کړی وي.
هلته د امارت مشران له امريکايانو سره يو ځای خپل کار کوي، دلته يې جګړه ماران د افغانستان د عزت پر وړاندې جګړې ته ور خوشي کړيدي. دلته افغان سرتېري د سهار او ماخوستن له لمانځه سره پر دې نامه په نښه کېږي، چې د امريکايانو ملګري ياست، مګر د دوئ مشران هلته شنې او تورې ورسره څکي. هلته د قدرت پر سر له امريکا سره چنې وهي، دلته يې جګړه ماران زموږ د وطن مسجدونو او مقدس ځايونو ته د بريدونو لپاره ور ايله کړيدي.
پرون يې د هلمند قول اردو ته د امريکايانو په جامه کې شل کسه ياغيان په ډېر پېچلي تکتيک سره ور داخل شول چې له بده مرغه څو کسه هېوادوال يې شهيدان کړل. سره له دې چې د ياغيانو بريد د افغان ځواکونو له لوري شنډ شو او دوئ خپل هدف ته ونه رسېدل، مګر تاسې وګورئ هلته يې مشران له امريکايانو سره يو ځای مجلسونه کوي، دلته يې جګړه ماران د امريکايانو په جامه کې زموږ د پوځ له با عزته او غيرتمندو سرتېرو سره جنګېږي.
د طالبانو درواغجونو وياندويانو دعوه وکړه چې ګنې د ښوراب پر پوځي اډه يې په بريد کې امريکايان وژلي دي، مګر زه د خدای پر نامه قسم درته اخلم، که يې په دې بريد کې د امريکايانو د اطاقونو دروازې لا ښورېدلي وي. د بريد ځای د امريکايآنو له استوګنځي يو کيلومټر لري و. دوئ يواځې پر ملي اردو ډزې کولې، پر هغو سرتېرو چې په خپلو اطاقونو کې ول، نه وسلې ورسره وې نه يې فکر کړی و چې دلته به د امريکايانو په جامه کې د پاکستان وفادار جګړه ماران را داخليږي او لکه د چغال غوندي واری به کوي.
طالبان چې د امنيتي ځواکونو له لوري په هلمند کې د روانو عملياتو له امله سخت ځپل شوي، او د مخامخ جګړې توان يې بايللی دی، مجبوراً يې د پاکستان په دستور دا بريد وکړ. دوئ پلان جوړ کړی و چې دلته به خونړی بريد وکړي، بيا به په دې سره عملياتو ته خنډ جوړ کړي، مګر سرتېري لا ورته وقهرېدل، عمليات لا ګړندي شول. طالبان به تر دې ډېر وځپي او لا به يې ډېر ووژني. طالبان د هلمند په جګړه کې له ټولو امنيتي سرتېرو په تکليف دي، په تېره بيا د ځانګړو ځواکونو له لوري. د هغوئ هدفي چاپې او ځانګړي عمليات د طالبانو لپاره غټ سر خوږی دی. هيڅ ځای ارام نه ترې لري.
د ښوارب اوسنۍ پېښه بيا د افغانستان د جګړې وروستۍ او تر ټولو څرګنده بېلګه شوه. طالبي امارت ادعا کوي چې په افغانستان کې د دوئ په اصطلاح د اشغالګرو پر ضد جنګېږي، مګر تاسې وګورئ پرون دوئ د ښوراب په اډه کې د امريکايانو له استوګنځي تېر شول، پر افغان سرتېرو يې بريدونه وکړل. دوئ چې کله هلته داخل شول، د امريکايانو له اطاقونو يې لاره بدله کړله، هغه ځای ته يې ځانونه رسولي ول، چې افغان سرتېري پکې مېشت دي. دا د اشغالګرو پر ضد د دوئ جګړه ده.
يوې خواته يې مشران له همدې اشغالګرو سره ناست دي، د قدرت پر سر چنې ورسره وهي، بل پلو يې جګړه ماران له امريکايانو مخ اړوي، پر افغانانو بريدونه کوي. دا يې جهاد شو دا يې د امارت دعوه شوه. دا يواځې د پرون پېښه نه ده. دا ډول نورې په سلګونه پېښې شته. داسې ډېر کله راغلي چې کتارونه به روان ول، کله به چې امريکايان تېر شول، افغان عسکر به را ورسېدل، طالبانو به بريدونه پر وکړل.
واقيعت دا دی چې د طالبانو جګړه نه جهاد دی. نه د اشغالګرو پر ضد جګړه ده. دوئ نه د امريکايانو پر ضد جنګېږي، نه د انګرېزانو او نه هم د بل چا. دوئ يواځې د افغانستان پر ضد جنګېږي، چې ملي سرتېري، ولسي وګړي او زموږ مشترک ارزښتونه پکې شامل دي. دوئ د دې جګړې په لمبو کې زموږ په سلګونه مسجدونه سوځولي، قران شريفونو ته يې اورونه اچولي. لويې لارې يې ورانې کړي. د خلکو شتمنۍ يې لوټ کړي. پر يوه ورځ يې د موټر بم بريد له امله سل بېګناه هېوادوال شهيدان کړي.
طالبان دې د هيچا پر ضد د جګړې دعوه نکوي. طالبان د پنجاب په امر د افغانستان پر ضد جنګېږي. که څوک د طالبانو جګړې ته چې د افغانستان پر ضد يې پيل کړې، د اشغالګرو پر ضد د جهاد خيښتګونه ګنډي هغه د دوئ سره په دې قتل و قتال کې شريک دي. دوئ د افغانستان قاتلين دي. که سل واره سوله هم وکړي، مليت يې نه بخښي. دوئ د پنجاب په امر زموږ د بېګناه وګړو پر ضد لکه وحشيان داسې ولاړ دي. د دوئ هر ډز زموږ د وطن پر ضد دي.

Share this page to Telegram

Comments