د طالبانو جعل کاري/ عبدالمنان توحیدیار

comments 0

0 Views

طالبان چې اکثره یې په کلیو او بانډو باندې د جګړې تمرکز کړی او کله چې پرې فشار راشي د خلکو په کورونو کې په زور پټیږي، هڅه کوي هر ځل مرګ ژوبله د ملکي وګړو په نوم تېره کړي.
تاسو له طالبانو سره د جګړې په اوږدو کې وګورئ چې هر ځل پر طالبانو برید شوی او زیات تلفات ور اووښتي دي، جعلي او کاذب تبلیغات یې کړي چې ګنې برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اووښتې.
طالبان دا کار د دې لپاره کوي چې د نورو سیمو خلکو ته وښيي چې بهرني او افغان ځواکونو بریدونو موثره نه دي او یواځې ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.
خو اصل کیسه د سیمې له خلکو سره پاتې وي، هغوی لیدلي وي چې د برید له سیمې د طالبانو جنازې پورته کیږي، ځینې له ډیورنډ کرښې اوړي او ځینې نور یو او بل ځآی دفن کیږي.
ډیر کله داسې پېښې هم شته چې هوایي برید کې طالبان ووژل شي، طالبان د ملکي وګړو په موټر باندې د ماین چاودنه وکړي او بیا همدا عکسونه ټولنیزو رسنیو کې خپروي چې ګنې هوایي برید کې وژل شوي دي.
ځینې داسې موارد هم شته چې یوه سیمه کې پر طالبانو دقیق برید شوی او د دې ډلې مخکښ غړي پکې وژل شوي، طالبانو همغو سیمو کې ملکي وګړو په ډزو وژلي او بیا یې عکسونه خپاره کړي چې دا د بریدونو له امله ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اووښتې.
افغان حکومت او ځواکونه یې تر دې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوي ته ژمن دي، چې ځینو سیمو کې ورته د طالبانو د غونډو او ناستو راپور راشي، خو دا چې هلته ملکی وګړي وي، هیڅ برید ورباندې نه کوي.
طالبان هم له دې خبر دي، له همدې کبله یا جومات، یا مدرسه او یا داسې ځایونو کې ناستې او غونډې کوي چې د ملکي وګړو منځ کې وي.
طالبان دا کار د ځآن د خوندیتوب لپاره کوي، تاسو به د طالبانو عکسونه او ویډوګانې لیدلي وي چې جوماتونو او مدرسو څخه یې سنګرونه جوړ کړي او له همدې ځایه د جګړې دوام باندې ټینګار لري.
دا ښکاره خبره ده، که طالب ښکاره سنګرونه او مرکزونه درلودلی، دوه ورځې به هم د دې ډلې جګړې دوام نه وی پيدا کړی.
د افغانستان هیڅ داسې ځای نه دی، چې ځانګړي او کمانډو ځواکونه ورته لاس رسی و نه لري، او یا پکې عملیات و نه شي کړلی.
د دې ښه ثبوت د هلمند سنګین، موسی کلا او کجکي ولسوالۍ دي چې د طالبانو د رهبري په کچه خلک پکې شته، خو بیا هم افغان ځواکونه توانیږي چې ځانګړي عملیات پکې وکړي.
یوه میاشت وړاندې د میزان په لومړی نیټه مو ولیدل چې موسی کلا ولسوالۍ کې د القاعده ډلې په مشرانو برید او ځانګړي عملیات وشول چې د القاعده ډلې یو مشر عمرعاصم پکې ووژل شو او ځینې نور ونیول شول.
طالبانو د دې عملیاتو پر مهال د واده مراسمو په موټرو بریدونه وکړل، لاسي بمونه یې پرې واچول او بیا یې ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړل چې ملکي وګړو باندې برید شوی دی.
اوس د طالبانو په جعلي عکسونو او ډیډیوګانو خلک پوهیږي، ځکه هره سیمه کې یې ورته پېښه تکرار کړې او د خپلې ماتې پټولو هڅه یې کړې ده.

Share this page to Telegram

Comments