د طالبانو تش په نوم ولسوال وژل شوی

comments 0

3 Views

هندوکش – هرات: د هرات ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د کشک کهنه ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال یې نیولی دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته وویل، چې د ملا عبدالروف په نوم د طالبانو له خوا د کشک کنهه ولسوالۍ ته نومول شوی ولسوال یې د هرات ښار په دویمه حوزه کې د دولت ضد فعالیتونو په مهال نیولی دی.
د هرات د والي ویاند وویل، د ملا عبدالروف سربیره یې دوه تنه نور هم نیولي، چې وسله والو مخالفینو ته یې “اوبې” ولسوالۍ کې وسلې اخیستې.
د هرات په زیاتو سیمو کې د طالبانو پرضد د افغان ځواکونو عملیات دوام لري او په وروستیو ګوزارونو سره یې طالبان سخت وارخطا کړي دي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments