د طالبانو تش په نوم والي ووژل شو

comments 0

172 Views

هندوکش – ارزگان: د ارزګان لپاره د طالبانو نومول شوی والي د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی.
ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې ارزګان کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو نومول شوی والي عبدالله وژل شوی دی.
ملي دفاع وزارت وایي، عملیاتو کې د عبدالله سربېره د مخالف وسلوالو لسګونه نور جنګیالي هم وژل شوي دي.
طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments