د طالبانو بل زندان مات شو

comments 0

9568 Views

هندوکش – کابل: افغان کمانډو ځواکونو د جمعې په شپه د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات کړی دی.
هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو وايي، کمانډو ځواکونو د کشفي راپور په اساس کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات کړی چې ۳۳ زندانیان یې ورڅخه راخوشې کړي دي.
دا ۳۳ تنه نظامیان دي چې له ډيرې مودې راهیسې طالبانو سره بندیان و.
له قول اردو خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې عملیات د کجکي ولسوالۍ بازار سیمه کې شوي او دا زندان له کلونو راهیسې دلته فعالیت لري.
بندیان روغ رمټ خپلو کورنیو ته سپارل شوي او عملیاتو کې کمانډو ځواکونو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اووښتې.
بندیانوکې ځینو څلور کاله کیدل چې طالبانو سره و، خو اوس خوشحاله دي چې خپلو زړه ورو ځواکونو راخوشې کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments