د طالبانو برید ملکي وګړي شهیدان کړي

comments 0

21 Views

هندوکش – لوگر : لوګر کې د راکټ مرمۍ لګیدو له کبله د یوې کورنۍ پنځه غړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور وايي، تېر مازدیګر د لوګر محمداغې ولسوالۍ کندهاري پول سیمه کې ملي پولیس په ګزمه بوخت وو چې وسله والو پرې راکټي برید وکړ چې مرمۍ په یوه کور لګیدلې او د کورنۍ دری غړي یې شهیدان کړي او دوه ټپیان دي.
احمدزی زیاتوي ټپیان د پولیسو له لوري روغتون ته لیږدول شوي او وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
عبیدرادپور

Share this page to Telegram

Comments