د طالبانو بریدونو کې ملکیان خوندي نه دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د روان نوي لمریز کال په لومړیو ۵ ورځو کې ۲۳ ملکيان شهیدان شوي او ۸۰ نور ټپیان دي.
که څه هم نوي کال ته هیلې زیاتې وې چې په ټوله کې به د مرګژوبلې ګراف راښکته شي، د بشر حقونو کمېسیون وايي، د نوي کال په لومړیو پنځو ورځو کې ۲۳ ملکي کسان شهیدان شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.
د دغه کال په لومړۍ ورځ په کابل ښار کې په درې پرله ‌پسې چاودنو کې ۶ ملکي کسان ووژل شهیدان او څه باندې ۲۰ نور ټپیان شول.
د راپورونو پر اساس ډېری دغه تلفات په کابل، هلمند، کندز، فاریاب، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې اوښتي دي.
بشر حقونو کمېسیون اندېښنه ښودلې چې د کال پیل د ملکي کسانو په بوږنوونکو پېښو پیل شو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments