د طالبانو بدې ورځې رارسیدلي / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

0 Views

ملي دفاع وزارت له نورو امنیتي ارګانونو سره یو ځای پر طالبانو بریدونه او عملیات زیات کړي چې په پایله کې یې دا ډله ځینو سیمو کې سخته وارخطا کړې او ډير کله بې ځایه تبلیغات کوي چې عملیات او جګړه پرې ودریږي.

تاسو وګورئ د طالبانو د تبلیغاتو ډله نږدې هره ورځ له شپنیو عملیاتو او هوایي بریدونو شکایت کوي، دا شکایت د دې لپاره دی چې د افغان ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو پروړاندې خلک وپاروي چې طالبان پکې هدف ته ورسیږي.

شپني عملیات او هوایي بریدونه د جګړې په ډګر کې دښمن ته سخته ضربه ورکوي او طالبان چې د افغانستان په هره سیمه کې فکر کوي چې خوندي دي، هملته له منځه وړل کیږي.

زه دا نږدې دوه میاشتې رسنۍ تعقیبووم، د طالبانو چیغي ووتې او هغه مرګ ژوبله چې طالبانو ته اوړي، د ملکی وګړو په نوم یې تيروي او هڅه کوي چې د افغان ځواکونوعملیات او بریدونه ناکام وښيي، په داسې حال کې چې ټول عملیات او بریدونه د طالبانو د بیخ ویستلو لپاره شوي او ډیره ښه نتیجه یې ورکړې ده.

د طالبانو پرضد افغان ځواکونو له پخوا دا وړتیا درلودله چې مهم مرکزونه یې له منځه یوسي او د طالبانو د رهبري په کچه کسان په نښه کړي، خو دا چې هر ځل به د سولې خبرو ته تمه وه، دا عملیات ټکني روان و او په دې تمه چې طالبان به سوله وکړي، طالبان به نه وژل کیدل.

اوس چې افغان ځواکونه پوه شوي چې دا ډله د سولې لپاره نه ده پیدا شوې یواځې تېرو دوه میاشتو کې شپږ زندانونه مات شوي او تر څنګ یې سلګونه د ماین جوړولو او نشه یي توکو فابریکې له منځه وړل شوی دي.

د دې تر څنګ د طالبانو د رهبري په کچه کسان چې والیان او نظامي قومندانان یې پکې شامل و، یا له منځه وړل شوي او یا نیول شوی دي چې طالبانو ته یې سخت زور ورکړی دی.

تېرو کلونو کې به تاسو لیدلي وي چې طالبانو به ډله ییز بریدونه په ولسوالیو او ولایتونو مرکزونو باندې کول، خو اوس په یوې پوسته د ډله ییز برید توان نه لري، لامل دا دی چې پخوا طالبان په خپلو مرکزونو کې ارام ژوند درلود او نورو سیمو کې به یې بریدونه کول، خو اوس په مرکزونو کې په نښه کیږي او اجازه نه ورکول کیږي چې د ډله ییز بریدونو لپاره نورو سیمو ته لاړ شي.

طالبانو سره افغان ځواکونو ډير نرمښت کړی دی او دا نرمښت د دې لامل شوی چې طالبان فکر وکړي چې ګنې موږ باندې د فغان ځواکونو زور بر نه دی، خو داسې نه وه، دا هر څه د انسانیت او سولې له مخې شوي و او کله چې پوه شول چې سوله نه کیږي، پر طالبانو بریدونه زیات شوي چې ورسره سم یې د مرګ ژوبلې ګراف هم لړ تللی دی.

تازه ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې ټولو هغو سیمو کې عملیات پيلوي چې طالبان پکې واکمن دي، د دې سیمو له نیول کیدو وروسته سمدستي همدې سیمو کې سیمه ییزه اردو ځای په ځای کیږي چې د دایمي امنیت لامل وګرځي.

دا اقدام به طالبان له منځه یوسي، لکه د ننګرهار په څېر چې اوس یواځې په دوه ولسوالیو شیرزادو او خوږیاڼو کې طالبان پاتې دي اونورو سیمو کې د  دې ډلې ټول مرکزونه له منځه تللي او ځایي خلکو د امنیت لپاره وسله اخیستي.

په خپلو ځواکونو باور ولرئ، دا ځواکونه به د خلکو په همکارۍ د طالبان جرړې له منځه یوسي او د طالبانو هغه ارمان به له منځه یوسي چې پاکستان یې لري.

Share this page to Telegram

Comments