د طالبانو بده ورځ رارسیدلې / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

طالبانو د الفتح عملیاتو له اعلان سره یو ځای انګیرله چې ګنې سږ کال به ځینې سیمې ونیسي او جګړه کې به پرمختګ وکړي، خو له ډیرو هڅو سره ـ سره درې میاشتو کې نه دي بریالي شوي، چې کومه سیمه ونیسي او یا کوم ولایت کې مخامخ جګړه کې پرمختګ وکړي.

درې میاشتې تېرې شوې، طالبان یواځې ملکي ځایونو کې ځانمرګي بریدونه کوي او تر څنګ یې د سړک غاړې ماینونه ږدي چې قربانیان یې ملکي وګړي دي.

برعکس افغان ځواکونو بیا پر طالبانو بریدونه او عملیات زیات کړي او داسې ځایونو کې یې د طالبانو مرکزونه په نښه کړي او له منځه وړي چې طالبانو یې هیڅ فکر نه کو.

تاسو به اوریدلي وي چې وروستیو څلور میاشتو کې د طالبانو خوندي سیمې چې له کلونو راهیسې یې زندانونه پکې جوړ کړي و افغان ځواکونو مات کړي او هغه ملکي وګړي او نظامي کسان چې ورسره بندیان و، روغ رمټ راخلاص کړي دي.

تازه د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د جمعې په شپه د کمانډو ځانګړي ځواکونه د طالبانو هغه زندان ته رسیدلي چې طالبان کلونه وشول پکې واکمني کوي او له خلکو باج ټولوي.

په دې عملیاتو کې د طالبانو زندان مات شوی او ۳۳ نظامي کسان چې له کلونو راهیسې د طالبانو تر شکنجو لاندې و، روغ رمټ راخلاص کړي او کورنیو ته سپارلي دي.

تر دې وړاندې یوه اوونۍ د زابل یوې ولسوالۍ کې د طالبانو زندان مات شوی و چې زیات شمېر ملکي او نظامي زندان ترې ازاد شوي و.

همداسې د غزني له یوې ولسوالۍ څخه یو شمېر کسان راخوشې شول چې طالبانو زندان کې ساتل، د طالبانو اکثره زندانونه په هلمند او زابل ولایتونو کې دي، دا هغه ولایتونه دي چې طالبان پکې زیات نفوذ لري او خوندي سیمو کې یې زندانونه جوړ کړي، خو دا سیمې او دا مرکزونه د افغان ځواکونو له شیش څخه پنا نه دي.

یانې طالبان په دې ځانګړو عملیاتو سره پوه شول چې نور نو افغان ځواکونه اوس پخواني نه دي، اوس یې ځانګړي وړتیاوې پیدا کړي او کولای شي هر ځای او هر کله طالبانو ته سخت ګوزار ورکړي.

د طالبانو زندان ماتولو کوم اسانه کار نه دی، خو دا چې کمانډو ځواکونه ځانګړې وړتیاوې لري، طالبان یې پروړاندې هیڅ نه دي، اوس افغان ځواکونو د عملیاتو تر څنګ د کشف ساحه پراخه کړي او هر ځای ته لاس رسی لري.

نو دا ډول ځانګړي عملیات چې پکې یا زندان ماتیږي او یا د طالبانو مهم کسان پکې له منځه ځي، طالبانو ته ښکاره پيغام دی چې که سوله وکړئ یو څه امتیاز به لاس ته راوړئ، خو که سوله و نه کړئ، داسې به نور له منځه ځئ.

د افغان ځواکونو دا ځانګړی عملیات د افغانانو له پراخ هرکلي سره مخ دي او دا عملیات افغان ځواکونو پرځان باندې ولس ډاډمن کوي، چې دا وطن بې مالکه نه دی او دښمن به یې یو ورځ نابودیږي.

Share this page to Telegram

Comments