د طالبانو او پاکستان ګډه ناسته« تاسو بریدونه ډير کړئ موږ به د ډيورنډ فرضي کرښې ته څیرمه د اغزن تارکار چټک کړو»

comments 0

2 Views

هندوکش ـ کابل: د طالبانو او پاکستاني پوځ  او استخباراتي ادارې تر منځ د پټې ترسره شوې ناستې ځينې جزييات رسنیوته را وتلي دي.

اوس اوس ځينو رسنیو ته يو شمېر طالب چارواکو ويلي دي چې په کراچۍ کې په دې ناسته کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو دمسولینو تر څنګ طالب مشر ملاهبت الله، طالب مرستيال ملاسراج الدین حقاني او د ملاعمر زوی مولوي محمد يعقوب ګډون کړی وو.

د سرچينې په خبره:« په ناسته کې پريکړه دا وشوه چې طالبان په افغانستان او خاصتا په مرکزي او شمالي سیمو کې خپل بريدونه ډيروي څو د حکومت پاملرنه جګړې ته شي او سرحدي سيمې هیرې شي او پاکستان به په چټکۍ سره پر دې تپل شوې کرښه اغزن تار وغځوي.»

د نوموړي په خبره:« ټينګار دا وو چې نښته باید منظمه شي، د ځينو سیمو نيول او خوشې کول په هر حال پر دولت فشار ډیرولی شي چې طالبان به په دې کار سره د پاکستان په اړه  په افغانستان کې را پيدا شوی ذهنیت نه يوازې بدل کړي بلکه په ټولنیزو پاڼو او رسنیو کې به د پښتون ژغورنې غورځنګ او د سولې په پار پيل شوي خوځښتونه کم رنګه شي.»

د نوموړي په خبره په دې ناسته کې طالب مشرانو ته دا هم ويل شوي دي چې دوی به د ډيورنډ د فرضي کرښې په تړاو تل کلکې نيوکې کوي او مبلیغن او پلویان به يي د سند په توګه دا خبره کوي چې طالبانو ددې کرښې رسمیت څخه انکار کړی دی خو افغان دولت دا کرښه ور پريښوده.

د طالب مشر په خبره:« ددې خبرو منل سخت وو خو پاکستان ورته وويل چې دوی به ددې کار لپاره له څو لارو ذهنيت سازي وکړي، يو به فاټا د خيبرپښتونخواه برخه کړي، ځينې شنونکي او کابل ميشتي پاکستان پلوي پخواني مجاهدين او پوځیان به رسنیو ته را مات کړي څو دوی د افغان ځواکونو پر مدیريت نيوکې وکړي او  له دې لارې به د افغان سرتیرو روحيه کمزوري شي،په ځينو بريدونو کې به داعش هم خپل شتون ډير اعلان کړي.»

ياده سرچينه وايي چې په سرحدي سیمو کې د اغزن مزي په تړاو له روان وضعيت، په فراه او څو ولايتونو کې د طالبانو له ډله ایزو بريدونو او په کابل او يو شمېر لويو ښارونو کې په رسنیو کې ددوی پلووو کسانو حضور او د طالبانو په ننګه خبرې ددې ښودنه کوي چې پاکستان ياد پلان پلی کړی دی او هڅه کوي د خندق په نوم د طالبانو پيل شوي عملیات له هرې شونې لارې  بريالي وښيي او په هیواد کې د ننه روان ذهنیت بدل کړي.

دوی په دې ناسته کې دا پريکړه هم کړې چې له ایران سره د طالبانو له نيږدې کيدو سره سم به پاکستان د امریکا پر ضد هم ځينې اقدامات کوي چې يو کار يي د لوژستيکي لارې تړل او يا لږ تر لږه په پښتون میشتو سیمو کې د تیر په شان ناامنه کول او د  کاروانونو لوټ تالان دی.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments