د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړې نه د ښځو اندېښنې؛ افغان حکومت د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کابل: له څو لسیزو جګړو، د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې او د سولې د بین‌الافغاني احتمالي خبرو وروسته یو شمېر افغان مېرمنې د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو او په تېره د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه اندېښمنې دي.
د مارچ د اتمې د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې له رارسېدو سره هم‌مهاله او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې تر لاسلیک وروسته، اوس یو شمېر ښځې د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو او په تېره د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه اندېښمنې دي.
د دې هوکړې پر بنسټ په پام کې ده چې په نږدې ورځو کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې بین‌الافغاني خبرې پیل شي.
د طالبانو ډلې په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ پر مهال پر ښځو ډېر بندېزونه لګولي وو.
د دغې ډلې له واکمنۍ نه روایتونه ښيي چې ښځو هغه مهال د تحصیل، سیاسي فعالیتونو او په ټولنه کې د فعالیت حق نه‌درلود.
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو فعاله شاه ګل رضايي وايي، ښځو هم د جګړو پر مهال او هم له جګړو وروسته ډېر زیانونه لیدلي دي.
د اغلې رضايي په خبره طالبانو سره له هوکړې وروسته ښځې زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پر حق سربېره باید په سیاست او د ټولنې په نورو برخو کې هم فعالې وي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments