د طالبانو او اسلام اباد غوښتنه یوه ده / بریالی ویاړ

comments 0

1 Views

تاسو د طالبانو تاریخ ته وګورئ، هغه غوښتنې چې اسلام اباد او په ځانګړي ډول ای ایس ای کوي، ورته غوښتنې د طالبانو دي.
په دې کې اوس هیڅ شک نه دی پاتې چې ټول افغانان د پاکستان په نیت باندې پوهیږي او د هغوی له پالیسیو خبر دي.
هغه ورځ مې د پاکستان د یو سناتور مشاهد حسین خبرې واوریدې او په دې یې اعتراف وکړ چې پاکستان د خپلې پنځمې صوبې چې هدف یې افغانستان و، د طالبانو وخت کې بودجه جوړوله.
دې سناتور ویلي چې ای ایس ای مستقیمه حکمراني له کابل څخه کوله او لکه څنګه چې د پاکستان نورو صوبو ته پالیسې جوړیدله، داسې د افغانستان لپاره هم جوړیدله او دا پالیسي به طالبانو تطبیق کوله.
د پاکستان او طالبانو اړیکه اوس هسې تور نه دی او نه ادعا ده، افغان حکومت تېرو اتلس کلونو کې دومره اسناد او شواهد ملګرو ملتونو او امریکا ته سپارلي چې هر څه په کې ډاګیز دي، چې پاکستان د طالبانو تر څنګ د نورو ترهګرو ډلو پالونکی دی، چې افغانستانن کې جګړه کوي.
تاسو د طالبانو تاریخ ته وګورئ چې پاکستان په سلګونه ځل د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه کړې، ان طالبان یې خپلې ملیشې یادې کړی، خو طالبانو یوه ورځ هم دا څرګندونې و نه غندلې.
طالبانو یوه ورځ هم رد نه کړه چې موږ د پاکستان د ګټو لپاره جګړه نه کوو، طالبانو یوه ورځ هم د پاکستاني چارواکو او پالیسیو غلطه خبره و نه کړه.
تاسو ولیدل چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د طالبانو لپاره د پڼځه زره بندیانو د ژر خوشې کیدو غوښتنه کوي.
پاکستان دا غوښتنه ولې کوي؟
ځکه افغان ځواکونو د سر په بدل کې د ای ایس ای روزل شوي غړي نیولي او زندانونو کې پراته دي.
ځکه چې افغان ځواکونو هغه طالبان زندان ته اچولي چې پاکستان پرې زیاته پانګونه کړې.
افغان ځواکونو د ای ایس ای هغه کسان زندان ته اچولي چې د پاکستان د وفادارۍ قسم یې کړی دی.
او طالبانو د پنځه زره بندیانو لیست کې ټول هغه کسان دي چې د پاکستان تابعیت لري او یا یې د پاکستان د ګټو قسم کړی وي.
نو پاکستان ځکه د طالبانو لپاره لابي کوي چې پاکستان خپل هدف لري او دې هدف ته د رسیدو لپاره یې طالبان ښه وسیله ده.
طالبانو ته د خوشې کیدونکو زندانیانو لیست پاکستان ورکړی او لومړي سر کې د هغو کسانو نومونه دي چې پاکستان یې په هر قیمت غواړي چې له زندان خوشې شي.
خو طالبان او پاکستان دې خبر وي چې افغان حکومت به هیڅکله معامله ورسره و نه کړي، د پنځه زره بندیانو خوشې کیدو بدل کې طالبان عمومي اوربند او سوله کوي.

Share this page to Telegram

Comments