د طالبانو اختلافات او د ملګرو ملتونو انديښنه/ جلال الدین حقیار

comments 0

1 Views

که څه هم طالبان هر ځل خپل منځي اختلافات ردوي، خو یو څه چې ښکاره دي، هغه دا چې طالبان سیاسي او جنګي ډلو مشران خپل منځ کې شدید اختلافونه لري، دا اختلافونه د واک پرسر او د سولې او جګړې موضوعاتو کې دي.
تازه ملګرو ملتونو هم په دې تړاو اندیښنه ښودلې چې دا اختلافات کولی شي هم د سولې خبرې سبوتاژ کړي او هم له سولې وروسته جګړه دوام پيدا کړي.
د طالبانو د اختلاف یو لامل دا بلل کیږي چې د طالبانو سیاسي ډله له امریکا سره د هوکړې له مخې، باید القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، خو جنګي ډلې دا اړیکې پالل غواړي، ځکه د طالبانو ځینې جنګي قومندانانو ته بهرني ترهګر امکانات او پيسې ورکوي.
د ملګرو ملتونو تازه راپور کې ویل شوي، د طالبانو په منځ کې د «حزب ولایت» په نامه یوه نوې ډله جوړه شوې چې دا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د لاسلیک خلاف ده.
ملګري ملتونو راپور لیکي چې د طالبانو ترمنځ د امریکا او طالبانو د سولې په تړون کې اختلافات شته او ځینو طالبانو یې خپله لاره بېله کړې ده.
په دغه راپور کې دا هم ویل شوي دي، چې د طالبانو په منځ کې د سولې او له امریکا سره د تړون په اړه مختلف نظرونه شتون لري او داسې نه ښکاري چې دا تړون دې کامیاب شي.
ملګرو ملتونو د امریکا-طالبانو سره د تړون، د طالبانو او القاعده ترمنځ‌ د اړیکو او په افغانستان کې د داعش او نورو بهرنیو جنګیالیو د موجودیت په اړه تازه راپور خپور کړی.
دوی وایي، په قطر کې د طالبانو مشرانو هم له امریکا سره د تړون ټول جزیات خپلو جنګیالیو ته نه دي‌ خپاره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څه موده وړاندې ویلي و د طالب مشرانو ترمنځ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو او پاتې کېدو اختلافات شتون لري، چې ځینې یې افغانستان کې د دې ځواکونو موجودیت پخپله نفعه بولي او ځینې یې پر وتلو ټینګار کوي.
د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې د طالبانو او القاعده په اړیکو هم خبرې شوي او ویل شوي دي چې دا دواړه ډلې لا هم له یو بل سره اړیکي پالي او القاعده لوړ پوړي مشران لا هم افغانستان کې دي.
د راپور له مخې، القاعده ډله د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې فعالیت لري او د ۴۰۰ او ۶۰۰ ترمنځ جنګیالي لري.
راپور کې د طالب جنګیالیو د شمېر یادونه هم شوې ده چې د اټکل له مخې په افغانستان کې دا مهال د ۵۵زرو او ۸۵زرو ترمنځ طالب جنګیالي موجود دي.
سیګار بیا د طالب جنګیالیو شمېر شاوخوا ۸۰زره اټکلوي، خو افغان حکومت دا شمېره نه مني.
د ملګرو ملتونو راپور وايي‌ چې دا مهال د ۸۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ ترمنځ بهرني جنګیالي هم په افغانستان کې موجود دي چې ۶۵۰۰ یې پاکستانیان دي.
د دغه راپور له مخې، د نشه يي توکو کر کیله، قاچاق او تولید په افغانستان کې د طالبانو یوه لویه عایداتي سرچینه ده.
راپور کاږي، په هغو سیمو کې چې په دې وروستیو کې د داعش جګړه ماران ترې شړل شوي، طالبانو په کې بیا نفوذ کړی او د نشه يي توکو تولید او قاچاق په کې بیا پيل شوی او طالبان په کې خپله مالیه اخلي.

Share this page to Telegram

Comments