د شېرزاد لپاره د طالبانو تش په نوم قاضي ووژل شو

comments 0

3 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم نومول شوی قاضي ووژل شو.
د ننګرهار ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، شیرزادو ولسوالۍ په مرکیخلو سیمه کې تېره شپه ناوخته د بې پیلوټه الوتکې په دوو هوایي بریدونو کې د شیرزادو ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم نومول شوي قاضي مولوي محمد عالم چې د لسګونو نورو کسانو سره سخت ټپي شوی وو،ساه ورکړه .
خبرپاڼه لیکي، په یادو بریدونو کې د دې ولایت لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم نومول شوی د والي مرستیال شیخ زرمحمد چې مشهور په رحماني وو،د شیرزادو ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم د نومول شوي ولسوال مرستیال نورالله،د شل کسیز ګروپ مشر سیدا جان او جنګي قوماندان ذبیح الله په ګډون شپاړس وسله وال طالبان وژل شوي وو،همدا راز ۱۷ نور ټپيان وو.
د یو بل خبر له مخې د اچین ولسوالۍ باندر درې په دیوانه بابا سیمه کې نن سهار د بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې د داعش ډلې د مولوي احسان الله ګروپ درې پاکستاني غړي ووژل شول .

فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments