د شکایاتو کمیسیون: خپلې چارې په ټاکلې موده کې بشپړوو

comments 0

6 Views

هندوکش ــ کابل: د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي دوی به د شکایتونو څېړنه په ټاکلې نېټه بشپړه کړي. ددغه کمیسیون غړو پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د دولت ساز او همپالنې ټاکنیزو ډلو زرګونه شکایتونه معتبر ګڼل شوي دي او ټولو ته به رسیدګي کېږي.
ددغه کمیسیون د غړو په خبره دوی هڅه کوي خپلې چارې په ټاکلې موده کې پای ته ورسوي او ټولو شکایتونو ته په سمه او شفافه توګه رسیده ګي وکړي. شکایاتو کمیسیون دغه راز ویلي چې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره په تماس کې دي او دواړه لوري به د شکایتونو په څېړنه کې له یو بل سره همکاري کوي.
د شکایاتو کمیسیون د ځینو مرکزونو د رایو بیا شمېرنه هم یاده کړه او په خبره یې پر هغو مرکزونو چې شکایتونه ثبت شوي دوی به یې رایې بیا شمېري او خپله پرېکړه به په شفافه او بې طرفانه توګه له خلکو او ټاکنو خپلواک کمیسیون سره شریکوي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments