د شهیدانو ۳۲ کورنیو سره مرسته وشوه

comments 0

0 Views

هندوکش – ننگرهار: په ننګرهار کې د شهيدانو او ټپيانو دوه ديرش کورنيو سره د اجرائيه رياست له لوري نغدي مرسته وشوه.
د شهيدانو او ټپيانو يادو دوه ديرش کورنيو ته د حکومت د اجرائيه رياست له لوري برابره شوې نغدي مرسته نن د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار په مستوفيت کې وويشل شوه .
برابره شوې مرسته د اجرائيه رياست سلا کارانو ډاکټر محمد اصف قاضي زاده او معلم قيوم او مستوفي عبدالله رقيبي له لوري وويشل شوه .
قاضي زاده وويل : دغه مرسته پر هغه کورنيو وويشل شوه ،چې په دې وروستيو کې يې د کورنۍ غړي د وسله والو مخالفينو له لوري د بريدونو او چاودنو پر مهال شهيدان يا ټپيان شوي دي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *