د شهادتنامو اخیستو کار اسانه شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د پوهنې وزارت توانیدلی چې له دولسم فارغانو ته د شهادتنامو د ویش بهیر الکترونیکي کړي او تراوسه یې زره شهادتنامې له دې سیستم ویشلي دي.
د پوهنې وزارت د شهادتنامو د ویش ریاست وایي، د شهادتنامو لپاره زیاتو خلکو مراجعه کوله او ورځې ورځې به یې د یوې شهادتنامې اخیستو لپاره کابل کې تیرولې.
د دغې ریاست د مالوماتو له مخې، د شهادتنامو په الکترونیکي ویش سره فساد او جعل کمیږي او زده کوونکي کولای شي په اسانۍ او کمه موده کې شهادتنامه ترلاسه کړي.
تر دې وړاندې به د شهادتنامو په اخیستو کې خلکو کمیشن کارانو ته پيسې ورکولې او دغه راز ځینې وخت به جعلي شهادتنامې جوړیدلې چې له اصلي سره نه پيژندل کیدلې.
په نویو برښنايي شهادتنامو کې داسې ځانګړي کوډونه شته چې اصلي له جعلي جدا کوي.
له دې سره دغې ریاست څو تنه د جعلي شهادتنامو د جوړیدو په تور نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته یې سپارلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments