د شنو چايو ګټې

comments 0

0 Views

په عام ډول سره چې په يو ه کور يا مېلمستون کې لومړی د مېلمه درناوې کيږي، شين چای ورته مخ ته کيښوول شي؛ تر هغې ورسته بيا دوستانه بنډار پیل شي، دا دود يواځې په افغاني ټولنه کې نه دی، بلکې په ډيرو هېوادونو او غير پښتنو ټولنو کې د مېلمه عزت د چایو په ورکولو کې نغښتى وي.
د افغانستان پخوانی پادشاه، امان الله خان چې په لومړي سفر چين ته ولاړ، په راستنېدا کې ورته د چين چارواکو شين چای، يوه د چايو چاينکه او دوه پيالې په ډالۍ کې ورکړې. امان الله خان په دې ډالۍ ډير خوښ شو او له چين سره یې د چايو د قراداد خبره وکړه، ویې ويل افغانان په مېلمه پالنه کې لرغونى تاريخ لري.
که ژوند ياري وکړه په دې به هم ځان پوهه کړو چې چای څه وخت، څه ډول کشف شو او څومره لرغونتيا لري؟ اوس دومره ويلاى شو چې چينايي ماهرين په دې هڅه کې دي چې له چايو علاوه نور څه ډول بوټې پيدا کړي چې د چايو په بدل کې د چايو ځاى ونيسي او څه ډول ماده ده چې د چايو پاڼو ته یې د چای خوند او رنګ ورکړي دى؟
د شنه او شين چاې څکونکي يواځې د چين يا منځنۍ اسيا اوسيدونکي، نه بلکې اوس چاى يو نړيوال څښاک ګرځيدلى دى. د چين د بوتني کومنګ انسټیټوټ لزهيګاوو څرګنده کړې ده چې د چایو بوټي ډېر ډولونه لري، خو دا یو راز دی، چې د چایو ګل جنیټیک بنسټ کوم یو دی او څه وخت کې له بوټې څخه لاس د پاڼې لاس ته راوړل دي چي رنګ ا وخوند برابروي.
دویم دا چې ولې شرقيان شين او غربيان يا عربي هېوادونه تور چای يا قهوه خوښوي په دې به سره پوهه شو.

Share this page to Telegram

Comments