د شاه امان الله خان غازي په روغتون کې د حنجرې د کيست بریالی عملیات

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: د ملي امنيت د لوی رياست په روغتون کې د حنجرې د کيست يا ميکروسکوپيک تر ټولو بريالی عملیات د لومړي ځل لپاره تر سره شو.

دا عملیات چې د شاه امان الله خان غازي د غوږ او ستوني د څانګې له لوري تر سره شوی دی تر ټولو پيچلی خو بریالی عملیات وو.

اته کلنه سعيده چې د بدخشان اوسیدونکې وه  د نفس تنګي له امله يي د ملي امنيت د لوی رياست روغتون ته بې وزلې کورنۍ راوستې وه چې تر معايناتو وروسته روښانه شوه چې د غږ نيږدې ټول تارونه  يي دې سلول نيولي دي او بند دي او له عملیات پرته يي بله حل لاره هم نه وه.

دا عملیات ددې روغتون د غوږ او ستوني د ډاکټر رنځوريار عبدالمالک غياثي اوټيم له لوري تر سره شوی دی.

ياده دې وي چې د ناروغې روغتيايي وضعيت بیخی د ډاډ وړ دی او نوموړي ته متوجې ټول ګواښونه له منځه تلي دي.

یاده دې وي چې دې ناروغې په هیواد کې او له هیواد څخه د باندې هم څو روغتونونو ته مراجعه کړې وه چې درملنه يي نه وه شوې خو د ملي امنيت د لوی ریاست په روغتون کې د مجربو او وطنپالو کدرونو له لوري په لومړي ځل په نړۍ واله کچه يو پيچلی عملیات په ډير بریالي ډول سره ترسره شو.

د ملي امنيت دا روغتون چې په هیواد کې له سمبالو روغتونونو څخه دی تل يي د هیوادوالو خدمت کړی دی او ډير افغانان يي له تدریجي مرګ څخه ژغورلي دي.

د ملي امنيت رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې هم ويل شوي دي چې د دوی کدرونه په هر حالت کې د هیواد او افغان ولس په خدمت کې دي.

سپوږمۍ ـ پوپلزیي ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *