د شاتو څلور ګټور خاصیتونه

comments 0

0 Views

لومړی: شات د وېښتانو د ماسک په توګه کارول کیږي
د ښکلا هېڅ داسې خاصیت شتون نلري چې شات دې پکې ونډه ونلري،سربېره پردې چې کولای شئ له شاتو د پوستکي د ښکلا لپاره ګټه واخلئ کولای شئ د وېښتانو د ښکلا او روغتیا لپاره د شاتو له ماسک ګټه واخلئ، یوه اندازه شات د زیتون له تېلو سره یو ځای کړئ او وېښتان مو پرې ولړئ د یوې ټوټې په وسیله خپل وېښتان پټ کړئ د یوې مودې لپاره انتظار وباسئ او وروسته خپل وېښتان په تودو اوبو ووینځئ باور ولرئ چې یوه ښه پایله به ولري.
دوهم : شات د وزن کمېدو سبب کیږي
شاتو ته مو د خپلو خوړو په لېست کې ځای ورکړئ بوره مه خورئ د څېړونکو په اند شات او د لیمو اوبه کولای شي د وجود غوړ وسوځوي او وزن مو کم کړي
دریم : شات د ټپونو درمل دئ
سربېره پر دې چې شات د پوستکي د ښکلا او روغتیا لپاره ګټور دي د ټپونو په بېړنۍ درملنه کې هم رغنده رول لوبوي شات له زردچوبې، دارچین ،هندي جوز او لیمو سره ګډ کړئ او پر ټپونو یې د پټۍ په شکل کېږدئ ټپ به مو ډېر ژر روغ او داغ به یې له منځه یوسي.
څلورم: شات د لمر وهنې پر وړاندې ګټور دي
د شاتو ضد التهابي خاصیت کولای شي د لمر د وړانګو له کبله پر بدن سور والی او جوشونه له منځه یوسي له یاده مه باسئ هره ورځ د لمر ضد کریمونو څخه هم ګټه واخلئ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply