د شاتوتو د مربا جوړول

comments 0

0 Views

شاتوت د پسرلي د فصل یوه له ډېرو خوږو مېوو څخه ده او مربا یې ډېره خوندوره ده.
د هندوکش خبري سرچینې په وینا:
لازمي توکي:
شاتوت :۵۰۰ ګرامه
بوره :۸۰۰ ګرامه
وانیل: ۱/۲ قاشوغې ( وانیل یو خوش بویه بوټي دی چې له زعفران وروسته د نړۍ تر ټولو ګټوره او قیمتي ماده بلل شوې)
د جوړولو طریقه:
۱ . د شاتوتو لکۍ په قیچې پرې کړې او په یو لوښي کې یې واچوئ د وینځلو لپاره یې له سړو اوبو ګټه واخلئ او اوبه یې ونینوئ
۲ . شاتوت په یو ژور لوښي کې واچوئ او بوره پرې وشیندئ د ۱۲ ساعتونو لپاره یې په یخچال کې وساتئ تر څو اوبه یې ووځي وروسته یې په ملایم حرارت کېږدئ تر څو د ۱۵ د قیقو لپاره حرارت واخلي او وخوټیږي.
۳ . پرېږدئ تر څو یوه شپه پاتې شي او شاتوت د مربا له اوبو بېل کړئ.
۴ . د مربا دا اوبه په حرارت کیږدئ تر څو کلکې شي او ورسته یې پرېږدئ چې سړې شي وروسته تر هغې شاتوت په همدې مربا کې واچوئ او په ارامه یې د قاشوغې په شا په مربا کې دننه کړئ او په حرارت یې کېږدئ .
۵. وروسته تر څو دقیقو خوټېدو مربا له حرارت ایسته کړئ وانیل پکې واچوئ او یوه شپه یې په هماغه لوښي کې پرېږدئ وروسته یې په مرتبان کې واچوئ او په ساړه ځای کې یې وساتئ.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply