د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې والیانو ته ګواښ ورکړ!

comments 0

0 Views

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواكې ادارې د یوي خبرپاڼې په خپرولو ولايتي مسوولينو او په ځانګړې توګه واليانو ته خبردارى وركړى، څو په رسنيو كې له داسې څرګندونو ډډه وكړي، چې د خلكو د بېلوالي سبب كېږي. يادې ادارې ، واليان، مرستيال واليان، ښاروالان، د ولايتي شورا وكيلان، ولسوالان او ولايتي وياندويان دې په رسنيو او غونډو كې له داسې څرګندونو په جدي توګه ډډه وكړي، چې د خلكو ترمنځ د تاوتريخوالي او د هغوى د بېلوالي سبب كېږي. د سيمه ييزو ارګانونو خپلواكې ادارې په وينا، هڅه دې وشي، چې له سيمه ييزو رسنيو، ټولنيزو شبكو، د خلكو له بحثونو او غونډو څخه د سولې د فرهنګ خپرولو، د يووالي پياوړتيا او د خلكو د بېلابېلو قومونو د برابرۍ لپاره ګټه پورته شي. دوي زیاتوی چې سيمه ييز مسوولين دې په خپلو سيمو كې د مركزي حكومت د استازو په توګه په سيمه ييزه كچه د حكومت او د خلكو د يووالي د تقويې لپاره خپلې وروستۍ هڅې او هاند وكړی ترڅو چي د هیواد په چارو کی مثبت بدلون رامځته شي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply