د سیمه ایزو ارګانونه خپلواکه اداره: په شمال کې به د بندو ادارو ستونزی هواری شي

comments 0

2048 Views

هندوکش – کابل: په اداری چارو کې د حکومت د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې اداری چارواکي وایي چې د اونۍ تر اخره به د افغانستان په شمال کې د یوشمیر ولایتي ادارو د بندیدو ستونزه هواره شي.
د چارواکو په وینا، که څه هم تردې دمه په ټولیزه ټوګه ادارې نه دي تړل شوي خو لاریونوالو ګواښ کړې چې که ددوې غوښتنې ونه منل شي نو دولتي اداره به وتړي.
لاریونوال په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تردې وړاندې حکومت نظام الدین قیصاري چې د قیصار ولسوالۍ امنیه قوماندان وو نیولې او معلومه نه ده چې تردې دمه چیرې دې.
په دې ترڅ کې پرون په سلګونو اعتراض کوونکو د سمنګان په مرکز ایبک کې د ولایت د مقام مخې ته پرلت وواهه او خبرداری یې ورکړ که یې غوښتني ونه منل شي نورې ادارې به هم وتړي.
اعتراض کوونکي له حکومته غواړي چې د فاریاب د قیصار ولسوالي سرپرست امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري له بنده خوشي کړي او پریږدي چې جنرال دوستم بیرته له ترکیې افغانستان ته راشي.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې یوه چاراوکي وویل چې خبرې روانې دي او په دوو یا دریو ورځو کې به دا ستونزه بشپړه هواره شي.
دې چارواکي په دې برخه کې نور توضیحات ورنه کړل.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments