د سید شاه سقیم نوی غزل

comments 0

1 Views

څنګه  بې  وسه  څنګه  ستړی  ستړی کېږې  ژونده!
د مات مړوند غوندې په غاړه  مي ځړېږې  ژونده !

زورور  یار  دي  رانه  بېل  په  یارانه  کې  نه  کړي
د بنګړو بار  شوې  په  بانه  بانه  ماتېږې  ژونده !

لکه څوک باسي له سینې  نه  ننوتی  غشی
داسې په څړیکو د  ځوانۍ  تر شپو  تېرېږې  ژونده !

هره  شېبه  دي  وینې  وینې  زخم  زخم  راځي
اوس  لکه  څړیکه  په  ټپونو کې اوسېږې  ژونده !

د دې  ځانمرګو او چاودنو په  حالاتو  کې  خو
د  اوږو  بار  شې  په  سړي  باندې  غمېږ ې  ژونده !

چې  نظر نه  شي  تور  وربل  د محلو د پېغلې
زما په کېږدۍ کې سپېلني غوندې  دودېږې  ژونده !

سرزوري  مه  کوه  ترې  لوېږې  ګوره !  ځان  به  خوږ  کړې
د چا د زلفو  په  سقیم  ټال  کې ځنګېږې  ژونده !

Share this page to Telegram

Comments