د سیاسي او جنګي طالبانو اختلافات / سید عبدالله پآچا

comments 0

0 Views

اوس چې قطر کې یو ځل بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې پيل شوي، دا خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ دي.
سیاسي طالبانو امریکا سره منلې چې له ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي، خو جنګي طالبان یواځې له داعش سره دښمني مني او نور هیڅ ډلې سره اړیکې نه پرې کوي.
سیاسي طالبانو امریکا سره هوکړه کې شامله کړې چې طالبان به هیڅ ترهګرې ډلې سره اړیکې نه لري او ټولو ډلو سره به اړیکې پرې کوي.
خو جنګي طالبان دا د خپل امارت د پالیسۍ خلاف پریکړه بولي او حاضر نه دي چې بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.
جنګي طالبان په دې نظر دي چې بهرني ترهګر د دوی په ملاتړ او د دوی له تګلارې سره سمه جګړه کوي او هیڅ ډول باندې حاضر نه دي چې اړیکې ورسره پرې کړي.
اوس سیاسي طالبان چې قطر کې په خبرو بوخت دی، هڅه کوي چې جنګي قومندانان قانع کړی چې له امریکا سره هوکړه کې شامل موارد ومني.
جنګي طالبان چې له لومړي سره له امریکا سره خبرو کې شامل نه و او پوره جزیات نه ورکول کیدل، اوس د هوکړې له زیاتو مواردو سره خلاف دي او سیاسي طالبانو ته یې خبرداری ورکړی، که د دوی د پالیسۍ خلاف هره پریکړه وشي، دوی به یې و نه مني او جګړې ته به دوام ورکړي.
جنګي طالبان تر سیاسي طالبانو امتیاز زیات غواړي او خبرداری یې ورکړی چې د هوکړې هیڅ موارد باید له جنګي طالبانو پټ نه وي، خو داسې ښکاري چې سیاسي طالبان لا هم کار کوي چې له جنګي طالبانو ځینې موارد پت وساتي او هوکړه وکړي.
سیاسي طالبانو امریکا سره هوکړه کې منلې چې له هوکړې وروسته به هم امریکایي سرتېري افغانستان کې پاتې کیږي چې نورې ترهګرې ډلې امریکا ته ګواښ جوړ نه کړي، خو جنګی طالب یو امریکایي سرتېری هم افغانستان کې نه مني.
اوس چې یو ځل بیا خبرې پيل شوي، جنګي طالبانو سیاسي طالبانو ته ویلي چې اوربند له امریکايانو سره هغه مهال کوي چې امریکا په بشپړ ډول ووځي، خو سیاسي طالبان له امریکا سره سمدستي اوربند باندې هوکړې ته رسیدلي دي.
تاسو ولیدل چې تېر ځل خبرو کې هم سیاسي طالبانو اوربند منلی و خو جنګي طالبانو د کابل شش درک سیمه کې موټر بم برید وکړ چې خبرې سبوتاژ شولې.
سیاسي طالبان کار کوي چې امریکا په مسوولانه ډول ووځي، اوربند رامنځ ته او بین الافغاني خبرې پيل شي، خو جنګي طالبان بیا له افغان حکومت سره د جګړې دوام باندې ټینګار لري.
جنګي طالبان وایي، امریکا دې ووځي، موږ ته دې خپل نظام بیرته وسپاري او په ټول افغانستان کې دې د دوی واکمني وي، خو سیاسي طالبان بیا ټینګار لري چې باید اوربند او خبرې وشي او په پایله کې یا طالبان د نظام برخه شي او یا یو ګډ حکومت رامنځ ته کړي.
پورته ذکر شوي هغه موارد دي چې اوس مهال پرې جنجال روان دی او د سیاسي او جنګي طالبانو ترمنځ بحثونه روان دي چې یو دریځ او یوه پریکړه باندې سره جوړ راشي.

Share this page to Telegram

Comments